تازه خبرونه
اروپا اسلامي امارت ته له انزوا څخه تعامل ته نږدې کېږي – د هند څېړنیز بنسټ
دغه بنسټ په یوه خپره شوې لیکنه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ز. کال په جون کې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کې مهم بدلون رامنځته شو؛ هغه مهال، چې اروپايي چارواکو په بروکسل کې د اسلامي امارت د پېنځه کسیز پلاوي کوربهتوب وکړ. دغه پلاوی د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي پر مشرۍ، د بلجیم له لوري د یوې ورځې ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته ولاړ.
د «آبزرور» څېړنیز بنسټ د افغانستان اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه په یوه شننه کې لیکلي، چې د دواړو لوریو وروستي تعاملات ښيي، چې اروپا ورو ورو د انزوا له پالیسۍ عملي تعامل ته مخه کوي.
دغه بنسټ په یوه خپره شوې لیکنه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ز. کال په جون کې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کې مهم بدلون رامنځته شو؛ هغه مهال، چې اروپايي چارواکو په بروکسل کې د اسلامي امارت د پېنځه کسیز پلاوي کوربهتوب وکړ. دغه پلاوی د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي پر مشرۍ، د بلجیم له لوري د یوې ورځې ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته ولاړ.
د دې شننې له مخې، دغه خبرې د جنورۍ په میاشت کې د اتریش د سفر پر مهال د دواړو لوریو د لومړۍ لیدنې پر دوام ترسره شوې او تمرکز یې پر کډوالۍ، افغانستان ته د افغان وګړو بېرته ستنېدا او د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو پر بهیر و، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا د کوربه هېوادونو له لوري امنیتي ګواښ ګڼل شوي دي.
«آبزرور» څېړنیز بنسټ ټینګار کړی، چې اروپايي کمیسیون دغه لیدنې د اسلامي امارت د رسمي پېژندنې پر معنا نهګڼي؛ خو دا ناسته د اسلامي امارت لپاره مهمه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه په ۲۰۲۱ز.کال کې واک ته د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت رسمي پلاوي په اروپا کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړې.
په شننه کې راغلي، چې د کابل لپاره د دې سفر ارزښت یوازې د کډوالۍ تر موضوع محدود نهو، بلکې موخه یې د باور رامنځته کول، په اروپا کې د ډیپلوماټیک حضور ساتل او د افغان وګړو د باعزته ستنېدا د بهیر ډاډ ترلاسه کول ول.
دغه راز په لیکنه کې راغلي، د اسلامي امارت پلاوي د دې حکومت له لوري د ټاکل شویو ډیپلوماټانو لپاره د افغانستان په اروپايي سفارتونو کې د فعالیت د اجازې غوښتنه بیا مطرح کړې ده. په داسې حال کې، چې د دغو استازولیو ډېری یې له جرمني پرته اوس هم د ۲۰۲۱ز.کال له اګست مخکې د ټاکل شویو ډیپلوماټانو لهخوا اداره کېږي.
دغه بنسټ لیکلي، چې له اسلامي امارت سره د اروپايي ټولنې تعامل په داسې حال کې زیاتېږي، چې اروپايي هېوادونه له کورني فشار سره مخ دي، چې د کډوالۍ پالیسۍ سختې او د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي.
د اروپايي ټولنې د څرګندونو له مخې، د دې ټولنې غړو هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ز.کلونو ترمنځ د افغان وګړو د پناه غوښتنې شاوخوا یو میلیون غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې نږدې نیمايي یې منل شوي دي.
په شننه کې ویل شوي: له دې کبله، چې اسلامي امارت اوس هم افغانستان اداره کوي؛ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا، قونسلۍ خدمتونو او بشري مرستو د همغږۍ په اړه هر ډول پراخ تړونونه له کابل سره له همکارۍ پرته ستونزمن دي.
دغه بنسټ زیاتوي؛ اروپايي چارواکو ټینګار کړی، چې دا لیدنې تخنیکي وې او د اسلامي امارت د پېژندنې معنا نهلري؛ خو ځینې نیوکه کوونکي باور لري، چې د ویزې ورکول او له اسلامي امارت سره خبرې کول ښايي د تدریجي تعامل او د دغه حکومت د عملي پېژندنې نښه وي.
په شننه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ همکاري له سیاسي او بشري ننګونو سره مخ ده. دغه بنسټ په تېر یو کال کې له پاکستان او ایران څخه د څه باندې درې میلیون افغانانو جبري ستنېدا ته په نغوته کې ویلي، چې له اروپا څخه د افغانانو د ایستلو زیاتوالی به پر افغانستان ډېر فشار راوړي؛ هغه هېواد، چې له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او بشري کړکېچ سره مخ دی.
«آبزرور» څېړنیز بنسټ زیاته کړې؛ د بشري حقونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د کډوالۍ په تړونونو کې د بشري حقونو په اړه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اصول په پام کې ونیسي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د افغانستان د اوسني حکومت د مشروعیت ورکولو په توګه تعبیرېدی شي.
ویل کیږي، چې بروکسل ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر تر ډېره د یوه ستر ډیپلوماټیک پرمختګ پر ځای، د دې ښکارندوی دی، چې د کډوالۍ مدیریت، قونسلي چارې او د بشري مرستو همغږي له کابل سره له تعامل پرته حل کېدی نهشي.