بی بی سی پښتو
اروپایي ټولنه: افغان سیاسي مشران دې خپلمنځي اختلاف ختم کړي
اروپايي ټولنې له افغان سیاسي مشرتابه غوښتي چې ژر خپلو منځو کې یوه سیاسي جوړ جاړي ته ورسېږي. د دغې ټولنې له لوري په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د اروپایي ټولنې استازي په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولیو له مشرانو او د ناروې له سفیر سره په یوه خوله د اوسنیو سیاسي مذاکراتو له ټولو اړخونو غواړي چې بېړه وکړي او یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.
اعلامیه کې زیاته شوې، په داسې حال کې چې افغانستان د روغتیا په برخه کې له یوه نوي خطر سره لاس او ګرېوان دی او ناامنۍ دوام لري، د افغانانو خیر ښيګړې او د ولس پراخو ګټو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او څومره ژر چې شونی وي، د سولې بهیر باید پیل شي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې هره ورځ چې په افغانستان کې له یوه مستحکم حکومتي ټیم پرته تېرېږي، افغانان له زیاتو خطرونو سره مخامخېږي، د ولسواکۍ ادارو حیثیت ته زیان رسېږي او اروپايي لوری ناهیلی کېږي. اعلامیه کاږي چې همدا اوس د یووالي وخت رارسېدلی دی.
د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې اختلافونه دروام لري. له دې وړاندې امریکا هم پر دواړو مشرانو غږ کړی و چې خپلو منځو کې جوړجاړی وکړي
څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له کابله نا هیلی بېرته لاړ او له افغانستان سره یې د یو میلیارد نظامي مرستو کمولو اعلان وکړ.
د تېرې فبرورۍ په نیمايي کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو استازي پر تیلیفون افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځل ټاکل کېدو مبارکي ورکړې وه.
خو ټاکنیز سیال یې عبدالله عبدالله یوه ورځ وروسته په یوه اعتراضیه لیک کې له اروپايي ټولنې د ده ټاکنیز سیال محمد اشرف غني ته د بریا مبارکۍ په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې وه.
ښاغلي عبدالله د اروپايي ټولنې دا کار حیرانوونکی او د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف بللی و.
بل لور ته په دا وروستیو کې د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دفتر ویلي چې په هېواد کې د سیاسي کړکېچ هواري لپاره په نوې تګلاره کار کوي، او د سیاسي هوکړې پر اساس د یوه ګډ حکومت جوړښت د دغه طرحې اصلي شرط دی.
په ورته مهال د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي وو چې د کړکېچ حل لپاره خبرې روانې دي او جوجاړي ته د رسېدو لپاره په ورستیو کې د کابینې د غړو ګومارنې هم ځنډېدلې دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي د ښاغلیو غني او عبدالله تر منځ منځګړیتوب کوي.
دغه پلاوي څو ورځې وړاندې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې تر یوې مودې د کابینې ګومارنې وځنډوي او له عبدالله عبدالله یې وغوښتل چې د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی وخت وغځوي، چې دواړو خواوو د منځګړي پلاوي غوښتنې ومنلې.