تازه خبرونه
ارګ د انقرې ناستې ته د ملي اجماع په لټه کې دی
ځینو سیاستوالو ویلي، چې ولسمشرغني له ځینو سیاسي څېرو سره د سولې بهیر په اړه مشورتي ناسته جوړه کړې او غواړي، چې د انقرې ناستې ملي اجماع را منځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لیک او د ټولګډنه حکومت جوړولو د طرحې له څرګندېدو وروسته اوس ولسمشرۍ ماڼۍ له سیاسي څېرو سره د سولې په خبرو کې د واحدې طرحې د را منځته کولو په خاطر ناسته تر سره کړه.
ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ماښام له ځینو سیاسي څېرو سره مشورتي ناسته جوړه کړه، چې په کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر، د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو، عبدرب رسول سیاف، مارشال دوستم، سید منصور نادري، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، جمعه خان همدرد، ذبیح الله مجددي، د ولسمشر مرستیالانو او د سترې محکمې مشر په کې ګډون کړی و.
د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال ویلي: په دې ناسته کې د هېواد پر امنیتي وضعیت، د ملي اجماع پیاوړتیا او د مشورتي ناستو پر پرلپسې تر سره کولو ټینګار شوی دی.
یوشمېر سیاستوال وایي، چې دا ناسته د انقرې ناستې لپاره د واحدې طرحې په را منځته کېدو متمرکزه وه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۷ جوړه شي.
عطامحمد نور ته نږدې ستار مراد ویلي: د ناستې چاپېریال داسې جو شوی و، چې په کې ان دولتي مشران د سولې غوښتونکي او د جګړې د درولو غوښتونکي وه. د سولې پر داسې طرحې پرېکړه وشوه، چې د انقرې په ناسته کې پرې ژر پایلې ته ورسیږي.
ویل کیږي، چې ولسمشر د سولې په اړه له تازه تحولاتو وروسته په دې هڅه کې دی، چې د مطرحو سیاسي څېرو له راټولولو سره په دې بهیر کې د دولت دریځ پیاوړی کړي.
جمعه جان همدرد ته نږدې فیض الله ساپي وایي: په ټولیزه توګه یوه مشورتي ناسته وه، د افغانستان پر اړینو سیاسي مسایلو راوڅرخېده؛ خو د ځانګړې پرېکړې ناسته نه وه. یوازې د ملي اجماع د رامنځته کېدو لپاره یوه مشورتي ناسته وه.
په دې ناسته کې حامد کرزی، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، سید حامد ګیلاني او یوشمېر نورو سیاسیونو ګډون نه وکړی.
ارګ ویلي، چې دا ډول ناستې به روانې وي او ولسمشر به له نورو سیاسي څېرو سره هم ورته مشوره ولري.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی4 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې

