تازه خبرونه

ارګ د انقرې ناستې ته د ملي اجماع په لټه کې دی

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۳۹۹)

ځینو سیاستوالو ویلي، چې ولسمشرغني له ځینو سیاسي څېرو سره د سولې بهیر په اړه مشورتي ناسته جوړه کړې او غواړي، چې د انقرې ناستې ملي اجماع را منځته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لیک او د ټولګډنه حکومت جوړولو د طرحې له څرګندېدو وروسته اوس ولسمشرۍ ماڼۍ له سیاسي څېرو سره د سولې په خبرو کې د واحدې طرحې د را منځته کولو په خاطر ناسته تر سره کړه.

ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ماښام له ځینو سیاسي څېرو سره مشورتي ناسته جوړه کړه، چې په کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر، د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو، عبدرب رسول سیاف، مارشال دوستم، سید منصور نادري، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، جمعه خان همدرد، ذبیح الله مجددي، د ولسمشر مرستیالانو او د سترې محکمې مشر په کې ګډون کړی و.

د ولسمشر ویاند  دوا خان مینه پال ویلي: په دې ناسته کې د هېواد پر امنیتي وضعیت، د ملي اجماع پیاوړتیا او د مشورتي ناستو پر پرلپسې تر سره کولو ټینګار شوی دی.       

یوشمېر سیاستوال وایي، چې دا ناسته د انقرې ناستې لپاره د واحدې طرحې په را منځته کېدو متمرکزه وه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۷ جوړه شي.

عطامحمد نور ته نږدې ستار مراد ویلي: د ناستې چاپېریال داسې جو شوی و، چې په کې ان دولتي مشران د سولې غوښتونکي او د جګړې د درولو غوښتونکي وه. د سولې پر داسې طرحې  پرېکړه وشوه، چې د انقرې په ناسته کې پرې ژر پایلې ته ورسیږي.            

ویل کیږي، چې ولسمشر د سولې په اړه له تازه تحولاتو وروسته په دې هڅه کې دی، چې د مطرحو سیاسي څېرو له راټولولو سره په دې بهیر کې د دولت دریځ پیاوړی کړي.

جمعه جان همدرد ته نږدې  فیض الله ساپي وایي: په ټولیزه توګه یوه مشورتي ناسته وه، د افغانستان پر اړینو سیاسي مسایلو راوڅرخېده؛ خو د ځانګړې پرېکړې ناسته نه وه. یوازې د ملي اجماع د رامنځته کېدو لپاره یوه مشورتي ناسته وه.        

په دې ناسته کې حامد کرزی، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، سید حامد ګیلاني او یوشمېر نورو سیاسیونو ګډون نه وکړی.

ارګ ویلي، چې دا ډول ناستې به روانې وي او ولسمشر به له نورو سیاسي څېرو سره هم ورته مشوره ولري.

Trending

Exit mobile version