تازه خبرونه
ازبکستان او قطر د افغانستان د تلپاتي پرمختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
ازبکستان او قطر په ګډه غونډه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د تلپاتي پرمختګ د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د افغانستان اړوند موضوعاتو او ډېرې همغږۍ اندونه وړاندې کړي دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قطر د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي رغونې د ملاتړ لپاره د تاشکند له پرلهپسې هڅو ستاینه کړې او د سیمهییز ثبات، سیمهییز اتصال او اقتصادي پراختیا په پیاوړتیا کې یې د ازبکستان رول اړین بللی دی.
دواړو لوریو د غونډې په پای کې د خبرو د دوام، د عملي همکاریو د پراختیا او د هغو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار هم وکړ، چې له افغانستان سره په تړاو د سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمهییز اتصال له پیاوړتیا سره مرسته کوي.