سیمه ییز خبرونه
اسرائیلو په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید کړی
د ایران حکومت ته نږدې ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ ( د وري دیارلسمه ) د سوریې په پلازمېنه دمشق کې اسرائیلو د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ او د سفیر پر استوګنځي هوایي بریدونه کړي دي.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دغه برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان محمد رضا زاهدي او د زاهدي د مرستیال حاجي رحیمي په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون دا پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې په وژل شویو کې ډیپلوماتان هم شته دي. دغې رسنۍ په دې برید کې د ۱۲ کسانو له ټپي کېدو هم خبر ورکړی دی. په دې پيښه کې د نورو وژل شويو او ټپيانو هويت تراوسه پورې څرګند شوی ندى.
د سوریې او ایران په دولتي رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې یوه ودانۍ ښيي، چې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
محمد رضا زاهدي د ایران- عراق د جګړې پر مهال د سپاه پاسداران د منځنۍ رتبې له قومندانانو څخه و؛ خو د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۷ کلونو ترمنځ یې د انقلابي ګارډ د ځمکنیو ځواکونو او د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۵ کلونو ترمنځ د ثارالله د کمپ مشري هم په غاړه درلوده.
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې محمد رضا زاهدي له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۸ پورې د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال و او له ۱۳۸۷ کال راپدیخوا یې د سپاه پاسداران په قدس ځواک کې کار کړی او د سوریې او لبنان د سپاه پاسداران قومندان و.
که څه هم د ایران حکومت د برید پړه پر اسرائیلو اچولې؛ خو د اسرائیلو د پوځ ویاند د رویټرز خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ایراني رسنیو د راپور په اړه د دې برید د مسوولیت او تلفاتو په اړه څه ویل شوي ویلي، چې هغه په دې اړه د بهرنۍ رسنیو د راپورونو په اړه تبصره نکوي. په وروستیو کلونو کې اسرائیل ډېر لږ په سوریه کې د ترسره شویو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
په سوریه کې د ایران د حکومت سفیر حسین اکبري ادعا کړې، چې د اسرائیلو د پوځ اف۳۵ جنګي الوتکې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ شپږ توغندي توغولي دي.
اکبري زیاته کړې؛ د برید پر مهال نوموړی د ایران د سفارت په مرکزي دفتر کې و، چې کونسلګرۍ ته څېرمه پروت دی.
اکبري، چې ټپي شوی ندی ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او د تهران غبرګون به “ډېر بد ” وي.
د سوریې دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې دغه برید پر ځايي وخت ماښام شاوخوا پېنځه بجې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ شوی دی.