سیمه ییز خبرونه
اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه کړې او لوړپوړو چارواکو هڅولې ده
دې کمیسیون په غزه کې د مرستو بندیز، جبري بې ځایه کېدا او د زیږون کلینیک یجاړول یې د نسلي وژنې بېلګې ښودلي، چې د بشري حقونو ډلې او نور بنسټونه هم ورته پایلې ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو یو څېړنیز کمیسیون د سېشنبې پر ورځ (د وږي پېنځهویشتمه) دې پایلې ورسېد، چې اسرائیل په غزه کې نسل وژنه کړې او لوړ پوړو اسرائیلي چارواکو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون هڅولې ده.
دې کمیسیون په غزه کې د مرستو بندیز، جبري بې ځایه کېدا او د زیږون کلینیک یجاړول یې د نسلي وژنې بېلګې ښودلي، چې د بشري حقونو ډلې او نور بنسټونه هم ورته پایلې ته رسېدلي دي.
د اشغال شوي فلسطیني سیمو د تحقیقاتو کمیسیون مشره او د نړیوالې جنایي محکمې پخوانۍ قاضۍ ناوي پیلي ویلي: “په غزه کې نسل وژنه روانه ده. د دې وحشتناکو جرمونو مسوویت په لوړه کچه د اسرائیلي چارواکو پر غاړه دی، چې نږدې دوه کاله یې په غزه کې د فلسطینيانو د له منځه وړلو لپاره له ځانګړي نیت سره یې د نسل وژنې سپارښتنه کړې ده”.
اسرائیلو له کمیسیون سره همکاري هم رد کړی ده.
په ژنیو کې د اسرائیلو ډیپلوماټیک ماموریت د دې کمیسیون کار د اسرائیلو پر وړاندې یو سیاسي تورګڼي.
د دې کمیسیون ۷۲ مخیز حقوقي شننه د ملګرو ملتونو تر ټولو قوي راپور دی؛ خو دا اداره خپلواکه ده او په رسمي توګه د ملګرو ملتونو پر استازیتوب خبرې نهکوي.
ملګرو ملتونو تر اوسه د نسل وژنې اصطلاح نده کارولې؛ خو د منلو لپاره یې تر زیات فشار لاندې دي.
اسراییل اوسمهال د هاګ په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې پر تور محاکمه شوي؛خو دا رژیم دا ډول تورونه ردوي او د ځان د دفاع پر حق ټینګار کوي.
د غزې د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په غزه کې د جګړې له کبله له ۶۴ زره ډېر خلک وژل شوي دي. په داسې حال کې، چې د نړۍ د لوږې څارونکي وايي، چې د دوی ځینې نفوس له قحطۍ او خوارځواکۍ سره مخ دی.
د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون نسل وژنه د هغو جرمونو لپاره تعریفوي، چې “د یوې ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ډلې بشپړ یا یوه برخه د له منځه وړلو پر نیت ترسره شي.” د نسل وژنې لپاره، لږ تر لږه د دغو پېنځو عملونو څخه یو باید پېښ شوی وي.
د ملګرو ملتونو کمیسیون موندلې، چې اسرائیلو یې څلور ترسره کړي دي: وژنه؛ جدي جسماني یا رواني زیان رسول؛ په قصدي ډول د ژوند شرایط رامنځته وړل او د زیږونونو د مخنیوي لپاره د اقداماتو پلي کول.
دغه راز کمیسیون د شواهدو په توګه له قربانیانو، شاهدانواو ډاکټرانو سره مرکې کړي او د جګړې له پیل راپدېخوا راټول شوي اسناد او د سپوږمکۍ انځورونه او شننوته نغوته کوي.
دغه راز کمیسیون د نتنیاهو او نورو چارواکو څرګندونې هم “د نسل وژنې د ارادې مستقیم شواهد” بولي.
دا راپور هغه لیک ته هم نغوته لري، چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې اسرائیلي سرتیرو ته لیکل شی؛ د غزې عملیات د هغه څه سره پرتله کوي، چې کمیسیون یې په عبراني انجیل کې د “بشپړ تخریب مقدس جنګ” یادوي او د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ او د دفاع پخواني وزیر یواو ګالانټ نومونه هم اخلي.