نړۍ
اسرائیلو په ۴۸ ساعتونو کې د حزب الله درې قومندانان او ۷۰ جنګیالي ووژل
د اسرائیل دفاعي ځواک (IDF) په خبرپاڼه کې راغلي: په سویلي لبنان کې د اسرائیلو پوځیانو د حزب الله د وسلوالو بنسټونو او فعالینو پر وړاندې محدود، محلي او هدفي بریدونه روان ساتلي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د حزب الله د وارث مشر هاشم صفي الدین د وژنې له تائیدۍ یوه ورځ وروسته له تېرو ۲۴ ساعتونو راپرېخوا د لبنان په سویل کې د دې ډلې د درې قومندانانو په ګډون شاوخوا ۷۰ جنګیالي وژل شوي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواک (IDF) په خبرپاڼه کې راغلي: په سویلي لبنان کې د اسرائیلو پوځیانو د حزب الله د وسلوالو بنسټونو او فعالینو پر وړاندې محدود، محلي او هدفي بریدونه روان ساتلي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې؛ د تېرې ورځې په بهیر کې ځمکنیو او هوايي ځواکونو شاوخوا ۷۰ وسلوال له منځه وړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسرائیلو د چارشنبې پر ورځ د سویلي لبنان په بندري ښار صور کې څو مرکزي کلیو ته د وتلو خبرداری پراخ کړ او خلکو ته یې امر وکړ، چې له ښار څخه شمال ته ووځي.
اسرائیلو په لبنان کې له حزب الله سره له یوه کال سرحدي نښتو وروسته، چې په منځني ختیځ کې د ایران د نیابتي ځواکونو ترټولو قوي وسلوال دي؛ په پراخه کچه برید روان ساتلی دی.
د لبنان حکومت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو بریدونو لږ تر لږه یو اعشاریه دوه میلیون لبنانیان له خپلو کورونو څخه ایستلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژلي ډېر نور ټپیان دي.
اسرائیلو تر اوسه په غزه او لبنان کې د حماس او حزب الله د څو مشرانو له وژلو او ځاني زیانونو سره – سره بیا هم پخپلو عملیاتو پښېماني نده ښودلې او نه یې نښه لیدل کیږي.
نړۍ
له ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
د رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ دا شمېر د سېشنبې پر ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي لهخوا وړاندې شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) ویلي؛ له ایران سره د دغه هېواد د جګړې ټول لګښت تر اوسه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېرې میاشتې پر پرتله ۴ میلیارډ ډالره زیاتېدا ښيي.
د رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ دا شمېر د سېشنبې پر ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي لهخوا وړاندې شوی دی.
د پنټاګون د مالي چارو چارسمبالي(سرپرست) ژول هرسټ په کانګرس کې یوې ناستې ته ویلي، چې دا لګښتونه د پوځي عملیاتو، د تجهیزاتو د رغونې او د نویو وسایلو د ځای پر ځای کولو لګښتونه رانغاړي.
هغه د دفاع وزیر په ګډون د لوړپوړو پوځي چارواکو په حضور کې ټینګار کړی، چې د لګښتونو ارزونه روانه ده او نوي معلومات ورسره وړاندې کیږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ پنټاګون د اپرېل پر نههویشتمه هم ویلي وه، چې د دې جګړې لګښت ۲۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي.
اوس هم روښانه نهده، چې دا شمېر پر کومو معیارونو محاسبه شوی دی.
نړۍ
د رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نهدی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.
د رویترز او ایپسوس د ګډې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي؛ د امریکا زیاتره وګړي باور لري، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د جګړې موخې روښانه څرګندې کړې نهدي.
د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نهدی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.
نظرپوښتنه همدارنګه ښيي، چې د تېلو او ګاز د بیو لوړېدا په امریکا کې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. ډېرو ګډونوالو ویلي، چې د بیو لوړوالی د امریکا او ایران ترمنځ له روانو ترینګلتیاوو او جګړې سره تړاو لري.
د راپور له مخې؛ شاوخوا ۶۳ سلنه امریکایانو ویلي، چې د سون توکو د بیو لوړېدا د هغوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی. همدارنګه ډېری ځواب ویونکو جمهوري غوښتونکي د بیو د لوړېدا اصلي مسوولان ګڼلي دي.
دغه راز نظرپوښتنه ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه لږ لوړه شوې؛ خو اوس هم له ایران سره د جګړې له پیل مخکې د ملاتړ کچه یې ټیټه ده.
دا نظرپوښتنه انلاین ترسره شوې او په کې له ۱۲۵۰ څخه زیاتو امریکایي وګړو ګډون کړی و.
نړۍ
اسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
د راپور له مخې؛ دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د ملاتړ او لوژستیکي مرکز په توګه کارېده او هلته ځانګړي ځواکونه او د لټون او ژغورنې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، چې که اسرائیلي پیلوټان راوغورځېږي؛ چټک به عملیات ترسره کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ3 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
سوداگري3 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
سوداگري3 days agoافغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
-
څار3 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
تازه خبرونه1 day agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
