نړۍ

اسرائیلي پوځ د غزې د نیولو ځمکني عملیات پیل کړل

امریکایي رسنۍ اکسیوس راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ د دوشنبې پر ماښام د غزې ښار د بشپړ نیولو لپاره خپل ځمکني عملیات پیل کړي دي.

Published

on

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د اسرائیلو پوځ د سې‌شنبې پر سهار (د وږي پېنځه‌ویشتمه) پر غزه ښار درانده هوايي بریدونه پیل کړل.

امریکایي رسنۍ اکسیوس راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ د دوشنبې پر ماښام د غزې ښار د بشپړ نیولو لپاره خپل ځمکني عملیات پیل کړي دي.

یروشلم پوسټ ورځپاڼې هم تائید کړې، چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونو [آی‌ډي‌اف(IDF) ] بریدونو د دوشنبې له ماښام راپدېخوا پراخه شوي دي.

د اسرائیلو ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې په دې وروستیو ورځو کې اسرائیلو پر تدریجي بڼه د غزې ښار دننه او شاوخوا خپل هوايي بریدونه پراخه کړي؛ خو ځمکني ځواکونه تر دې دمه د ښار ګڼ میشته شمالي سیمو ته پر لویه کچه ننوتلي ندي.

په غزه کې ځایي سرچینو او عیني شاهدانو د ښار مرکزي برخو ته د اسرائیلو د ټانکونو ننوتل رد کړي او څرګندوي، چې تر اوسه پورې د ټانکونو لوی حرکت لیدل شوی ندی.

دغه راز دوی تائید کړې، چې د ښار په ډېری برخو کې هوایي بریدونه او ډرون بریدونه روان ساتل شوي دي.

د فلسطین رسمي خبري سرچینې وفا هم راپور ورکړی، چې د دوشنبې له ماښام راپدېخوا پر غزه ښار د اسرائیلو بریدونه زیات شوي؛ د اسرائیلو جټ الوتکې پر له‌پسې او پرته له کوم خنډه بمبارد کوي.

د اسرائیلو د پوځ راډیو ویلي؛ په وروستیو اوونیو کې شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطینیان د غزې له ښار څخه، چې نږدې یو میلیون نفوس لري، بې ځایه شوي دي.

دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کیږي، چې د اګست په لومړیو کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي وه، چې د اسرائیلو امنیتي کابینې د غزې ښار د بشپړ نیولو طرحه تصویب کړې ده.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند له دې مخکې ویلي وه، چې اسرائیلي ځواکونه اوسمهال د غزې پر ښار ۴۰ سلنه کنټرول لري او په راتلونکو ورځو کې به د ښار د بشپړ نیولو لپاره خپل عملیات پراخه کړي.

Trending

Exit mobile version