نړۍ
اسرائیل باید له عذر پرته غزې ته د رسېدونکیو مرستو بهیر چټک کړي – کامالا هریس
د امریکا مرستیاله ولسمشره کامالا هریس د اسرائیلو له حکومته غوښتي، چې غزې ته د مرستو د رسولو لپاره هڅې نورې هم زیاتې کړي.
کامالا هریس د یکشنبې پر ورځ ( د کب دیارلسمه) یوې غونډې ته په وینا کې ویلي: هغه څه، چې مونږ یې هره ورځ په غزه کې وینو؛ ویجاړونکې دي.
هغې زیاته کړې د غزې د تړانګې اوسیدونکي له یوه بشري ناورین سره مخ دي او تر دې دمه ګڼشمېر بې ګناه فلسطینیان وژل شوي دي.
د امریکا مرستیاله ولسمشره دې ته په نغوته کې ویلي؛ د میز پر سر یې یوه هوکړه شته، چې حماس یې باید ومني.
هغې ویلي، چې اسرائیل په غزه کې د “بشري ناورین” د کمولو لپاره بشپړې هڅې کړې نهدي.
د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي پهخپل نږدې متحد فشار راوړي او له حماس سره په جګړه کې دی د یرغمل شویود خوشې کولو لپاره یو تړون ومني، چې په غزه کې شپږ اوونیزه اوربند پلي او د ډېرو مرستو د رسیدو لامل کیږي.
هریس د خپلو څرګندونو ډېره برخه اسرائیلو ته پر پاملرنې رانغاړلې، چې د امریکا د حکومت د لوړ پوړو چارواکو لهخوا د اسرائیلو ضد تر ټولو سختې څرګندونې وې.
هغې زیاته کړې: په غزه کې خلک د لوږې له کبله مري. هلته حالات غیر انساني دي او انسانیت غواړي، چې ورودانګي.
هغه وایي: د اسرائیلو حکومت باید پرته له عذر او بهانې څخه د مرستو بهیر د زیاتولو لپاره باید ډېر کار وکړي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د غزې د جګړې په اړه مو ولولې ناهیلې کوونکې دي.
هریس ویلي، چې اسرائیل باید غزې ته د مرستو د وردننه کېدو لپاره نوې لارې پرانیزي، غیر ضروري محدودیتونه ونهلګوي، د بشري کارکوونکیو او کاروانونو له نښه کولو څخه ډډه وکړي او د بنسټیزو خدماتو بیا رغولو او د بې ځایه شویو خلکو لپاره د مرستې رسولو سیسټم پر پیاوړي کولو کار وکړي؛ خواړه، اوبه او سونتوکي ورته ورسیږي.
ټاکل شوې، چې هغه د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو د دفاعي کابینې له غړي بني ګانټز سره وګوري او تمه ده، چې دې ته ورته مستقیم پیغام وروړاندې کړي.
د دوشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن غزې ته د مرستو د رسولو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او څرګندوي: د ناوړه بشري وضعیت د کمولو لپاره باید غزې ته د مرستو رسولو لړۍ پراخه شي.
بلینکن دې ته په نغوته کې، چې د غزې خلک خوراکي توکو، اوبو او نورو مرستو ته سخته اړتیا لري؛ وویل: امریکاهڅه کوي، چې د هوا په ګډون د ټولو شته دهلیزونو له لارې غزې ته نورې مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو راډیو او ټلویزیون د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې وکړې ته د رسیدو لپاره په خبرو کې “نوې ستونزې” رامنځته شوې دي.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نهدي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نهدی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
-
سوداگري3 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري4 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
سوداگري1 day agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
