سیمه ییز خبرونه
اسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې کې غورځیدلي دي.
اسرائیل د دوشنبې پر ورځ( د کب یوولسمه) په تهران او په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو له هغې وروسته تازه هوایي بریدونه وکړل، چې حزبالله وویل: د ایران د ستر رهبر علي خامنهیي د وژنې په غچ کې یې پر اسرائیلو راکټونه او څارګرې وتوغول.
د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې کې غورځیدلي دي.
د بیروت پر جنوبي څنډو هم هوایي بریدونه شوي، چې په کې د حزبالله لوړ پوړي قومندانان میشت دي او لسګونه چاودنو ملکي وګړي تېښتې ته اړ کړي دي.
تاوتریخوالی روان ساتل شوی؛ ځکه، چې له تېرې شنبې راپدېخوا په منځني ختیځ کې وضعیت خورا کړکېچن دی؛ د ایراني اهدافو پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی؛ مشرتابه شورا، چې زه، د قضایي قوې رییس او د شورای نګهبان یې غړي دي پر لنډمهاله توګه د ستر رهبر دنده پر غاړه اخیستې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ویډیو کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې به پوځي عملیات تر هغه وخته پورې روان وي، چې “ټول اهداف ترلاسه شي” او له ایرانیانو یې وغوښتل، چې د خپل حکومت پر وړاندې راپورته شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا پوځ تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ څخه زیات ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي دي او په دې عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي دي.