نړۍ
اسرایلو پر لبنان محدود ځمکنی یرغل پیل کړ
د اسراېیلي ځواکونو په د خبرپاڼې له مخې؛ دوی د لبنان په جنوبي کلیو کې د حزب الله پرضد “د دقیقو استخباراتو پر بنسټ محدود، ځایي او هدفي ځمکني بریدونه” پیل کړي، چې “په شمالي اسرائیلو کې د اسرائیلي ټولنو لپاره سمدستي ګواښ” دی.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د سې شنبې پر سهار اسرائیلي ځواکونو د لبنان په سرحدي سیمه کې د حزب الله پر اهدافو “محدود” بریدونه پیل کړي دي.
د اسراېیلي ځواکونو په د خبرپاڼې له مخې؛ دوی د لبنان په جنوبي کلیو کې د حزب الله پرضد “د دقیقو استخباراتو پر بنسټ محدود، ځایي او هدفي ځمکني بریدونه” پیل کړي، چې “په شمالي اسرائیلو کې د اسرائیلي ټولنو لپاره سمدستي ګواښ” دی.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ هوايي ځواک او توپچي له ځمکنیو ځواکونو ملاتړ کوي او په دقیقو بریدونو کې یې لاس درلود.
د لبنان په سرحدي ښار آيتا الشعب کې خلکو د درندو مرمیو له لګېدو او پر سر یې د چورلکو او بې پيلوټه الوتکو له غږونو خبر ورکړی.
د دوشنبې پر ورځ د اسرائیلو د دفاع وزیر یوآو ګالانټ په شمالي اسرائیلو کې د سیمهییزو شوراګانو مشرانو ته ویلي وه، چې د لبنان پر سویلي پولو به د جګړې بل پړاو ډېر ژر پیل شي او د هغو اسرائیلو د بېرته ستنېدو ملاتړ به وکړي، چې د شاوخوا یو کال راپدېخوا د حزب الله له توغندیو تښتیدلي دي.
دا ځمکنی برید په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او ایران پلوه اورپکو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکې شخړې ښکارندویي کوي، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر پراوومه د فلسطین د حماس لخوا پر اسرائیلو د برید له کبله رامنځته شوی، چې اوس امریکا او ایران ګواښي.
رویټرز راپور ورکړی، چې په لبنان کې د اسرائیلو ځمکنی برید د حزب الله د پیجرونو له چاودنې، هوایي بریدونو او د جمعې پر ورځ د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژلو وروسته پیل شول.
د لبنان حکومت ویلي؛ سختو هوایي بریدونو نه یوازې د حزب الله څو قومندانان وژلي، بلکې شاوخوا ۱۰۰۰ ملکي وګړي یې هم ووژل او یو میلیون نور یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړل.
یوې امنیتي سرچینې ویلي، د شپې لخوا د بیروت پر جنوبي سیمو بریدونه وشول.
د رویټرز خبریال شاوخوا یو وروسته ویلي؛ د اسرائیلو اردو ځایي اوسیدونکیو ته خبرداری ورکړ، چې د لبنان پلازمېنې په سویل کې د حزب الله بېخبنایي ودانیو ته نږدې سیمې پریږدي.
د لبنان د روغتیا وزارت د سې شنبې پر سهار ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په جنوبي سیمو، ختیځ بیکا وادی او بیروت کې د اسرائیلو پر بریدونو لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۷۲ نور ټپیان دي.
د دوشنبې پر ورځ د حزب الله مرستیال نعیم قاسم د نصرالله له مړینې وروسته په لومړۍ عامه وینا کې وویل، چې د مقاومت ځواکونه ځمکني جګړې ته چمتو دي.
هغه ویلي، چې حزب الله د اسرائیلو په خاوره کې له ۱۵۰ کیلومټره پورې د توغندیو ویشتل روان ساتلي.
هغه ویلي: مونږ پوهېږو، چې جګړه ښايي اوږده شي. مونږ به جګړه ګټو لکه څنګه مو، چې په ۲۰۰۶ کال کې ګټلې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت سمدستي په لبنان کې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی؛ خو د دوشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوربند غوښتنه کړې وه.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نهدي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نهدی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
-
سوداگري4 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سوداگري5 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
