تازه خبرونه
اسلامي امارت تېر کال د ډیپلوماسۍ او بهرنیو اړیکو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې: د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو تر څنګ، د کابینې غړو، چې د ریاستالوزرا مرستیالان او وزیران په کې دي؛ ټولټال ۹۹ بهرني سفرونه ترسره کړي دي. دغه سفرونه د اقتصادي، سوداګریزو موخو او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي لسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې: د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو تر څنګ، د کابینې غړو، چې د ریاستالوزرا مرستیالان او وزیران په کې دي؛ ټولټال ۹۹ بهرني سفرونه ترسره کړي دي. دغه سفرونه د اقتصادي، سوداګریزو موخو او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوي دي.
ذبیحالله مجاهد زیاتوي؛ تېر کال د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت د روزل شویو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۸۱۰۸۴ ته لوړ کړ. همدارنګه تېر کال په امنیتي، جنایي، سرحدي، لوژسټیکي او نورو برخو کې ۱۰۰۳۰۰ پولیس افسران له روزنې فارغ شوي دي.
دغه راز تېرکال په افغانستان کې ۹ لوی بندونه یا بشپړ شوي او یا تر کار لاندې دي او ۳۴۱ واړه بندونه (چکډيمونه) جوړ شوي، چې اوبه به ورسره کنټرول شي.
نوموړی وایي: تېرکال په هېواد کې ۳۵۲۲۸ روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي او عادي ژوند ته را ګرځيدلي دي. همدا راز په لویو ښارونو کې ۱۰۶۶۴ سوالګر راټول، تثبیت او هر بېوسي او فقیر ته ۲۰۰۰ افغانۍ اعانه ټاکل شوې ده.
دغه راز مجاهد ویلي: تېرکال له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته دوه میلیون او اته سوه زره ۲۸۰۰۰۰۰ مهاجرین او افغان کډوال بېرته راستانه شوي، چې ډېری یې ځای پرځای شول، د راتګ بهیر یې ښه مدیریت شو، خدمات ورته وړاندې شول او اوس ښارګوټي ورته د توزیع په حال کې دي.
یادې لاسته راوړنې ښيي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ پراخې کړي او د افغانستان دریځ یې په نړیواله کچه نور هم پیاوړی کړی دی.