تازه خبرونه
اسلامي امارت درې پاکستانيان د روژې پر درناوي خوشې کړل
د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ هغه درې پاکستاني پوځیان، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اوکټوبر پر دولسمه له پاکستانيو ځواکونو سره د نښتو پر مهال نیول شوي وه؛ د مبارکې روژې پر درناوي خوشې او د سعودي عربستان راغلي پلاوي ته وسپارل شول.
اسلامی امارت د روژې د مبارکې میاشتې پر درناوي درې نیول شوي پاکستاني پوځیان خوشې کړل.
د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ هغه درې پاکستاني پوځیان، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اوکټوبر پر دولسمه له پاکستانيو ځواکونو سره د نښتو پر مهال نیول شوي وه؛ د مبارکې روژې پر درناوي خوشې او د سعودي عربستان راغلي پلاوي ته وسپارل شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد زیاته کړې: د افغانستان اسلامي امارت د هغې پالیسۍ پر بنسټ، چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پر ساتلو ټینګار کوي؛ د سعودي عربستان له غوښتنې سره سم کابل ته د تېرې دوشنبې پر ورځ د راغلي مذاکراتي پلاوي د کوربتوب پر مناسبت دغه درې پاکستاني پوځیان خوشې کړل.
تازه خبرونه
له خلکو او عالمانو مننه، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی او کوي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبةالله آخوندزاده د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ علماء په شرعي چارو کې د امت مشران او لارښوونکي دي.
د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د کندهار ولایت د ولسوالیو له عالمانو سره په یوه غونډه کې د هېواد له «علماوو او خلکو» څخه مننه کړې، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی او کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبةالله آخوندزاده د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ علماء په شرعي چارو کې د امت مشران او لارښوونکي دي.
دغه راز ټینګار شوی، چې ټول امت او امیران اړ دي، چې په شرعي احکامو کې د عالمانو اطاعت وکړي، له هغو څخه لارښوونه واخلي او ورسره مشوره وکړي.
شیخ هبةالله آخوندزاده وایي: « خلک اتحاد ته وهڅوئ، له یو بل څخه اطاعت وکړئ او په خپلو کې مشورې وکړئ. نظام ستاسو پر لاس جوړېږي او ستاسو پر لاس زیانمنېږي هم. که تاسې هوښیار وئ؛ دا نظام به ټینګ پاتې شي. هڅه وکړئ، چې جاهلي دودونه له منځه یوسئ، غفلت مه کوئ، مسؤلین باید شپه او ورځ خپلو مسؤلیتونو ته متوجه وي او وخت په بېځایه چارو مه ضایع کوئ. د دنیا مقام او رتبې ته طمع مه کوئ. ستاسو ګټه په اطاعت کې ده؛ په اطاعت باندې پر چا منت مه ږدئ. د خلکو ترمنځ د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ؛ ځکه پر اطاعت اتحاد رامنځته کېږي او ستاسو جماعت پیاوړی کېږي.»
هغه څرګنده کړې: « د اسلام دین او شرعي احکام د علماوو له لوري ساتل شوي او وبه ساتل شي. په هر وخت کې د دین او اسلام د کمزوري کولو هڅې شوې دي او د شرعي احکامو د تحریف کوښښونه شوي دي او اوس هم روان دي، چې خلک له اصلي لارې واړول شي؛ خو علماوو د شرعي احکامو له تحریف، بدلون او تبدیل څخه مخنیوی کړی، په بېلابېلو وختونو کې یې کتابونه او رسالې لیکلي او د خلکو افکار یې روښانه کړي دي.»
شیخ آخوندزاده ویلي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له ورته کړنو سره مقابله کوله او د اسلام دفاع یې کوله.
نوموړي ویلي: «الله تعالی پر علماوو دروند مسؤلیت ایښی دی. که علماء کلک عزم ولري، تر ډېره به منکرات له ټولنې څخه لرې شي. که پر منبرونو او په داسې غونډو کې د منکراتو ناوړه پایلې خلکو ته بیان شي او شرعي احکام ورته تشریح شي، ډېر خلک به اصلاح شي؛ ځکه د افغانستان خلک مؤمن او مسلمانان دي، دوی د اسلام په دفاع کې شهادتونه ورکړي، ټپونه یې خوړلي، زندانونه یې تېر کړي او ډول ډول کړاوونه یې ګاللي دي. دا د علماوو مسؤلیت دی، چې له فتنو مخنیوی وکړي، د خلکو ذهنونه او اخلاق اصلاح کړي او د فساد مخه ونیسي.
د اسلامي امارت رهبر دا ټینګار هم وکړ: « د اسلامي نظام بقا، بریا او ساتنه په دیني علم پورې تړلې ده او د اسلامي نظام له مهمو مسؤلیتونو څخه یو هم د دیني علم وده او ترویج دی، چې دیني علم پراخ شي او خلک د دین، اسلام او شریعت په اړه پوهاوی ترلاسه کړي؛ نو، ځکه علماء باید دیني علم خلکو ته ورسوي.»
ویل کیږي، چې د وینا په پای کې؛ ټولو علماوو یو ځل بیا د اسلامي امارت له رهبر سره خپل بیعت او ژمنتیا نوې کړه او ژمنه یې وکړه، چې د خپلې رهبرۍ او شرعي نظام کلک ملاتړي به پاتې کېږي.
تازه خبرونه
د منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.
د منځنۍ آسیا د تماس دلې غړو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه په آستانه کې ځانګړې ناسته ترسره کړه.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له کابل سره د ښکېلتیا او تعامل لپاره پر اړوند بېړنیو مسلو رغنده خبرو او عملي حل لارو موندلو د هېواد پر ژمنې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې خبرې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان له لارې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي دهلېزونو پراختیا او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو ارزونې راوڅرخېدې.
ګډونوالو ټینګار کړی؛ د منځنۍ آسیا هېوادونه باید همغږې هڅې وکړي، چې په افغانستان کې ثبات تضمین او دوامدار پرمختګ ته وده ورکړ شي.
ویل کیږي، چې د دغو هېوادونو ځانګړو استازو د سیمهییز تماس ډلې په چوکاټ کې د منظمې سلا مشورې او کاري اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو د نوي یونیفورم مخکتنه وکړه
دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه) په یو لړ مراسمو کې د هېواد د دفاعي ځواکونو نوې یونیفورم پېژندنې ته وړاندې کړ.
دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
په دې مراسمو کې، چې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیحالدین فطرت، ملي دفاع وزارت یو شمېر رییسانو او مسوولانو او د مرکزي قطعاتو قومندانانو په کې ګډون کړی و؛ د وسلهوالو ځواکونو په لیکو کې د نظم، انضباط او واحد هویت پر ارزښت ټینګار وشو.
محمد فصیحالدین «فطرت» په خپلو خبرو کې ویلي، چې نظامي یونیفورم د نظم او انضباط د ټینګښت او د ځواکونو ترمنځ د ګډ هویت د رامنځته کولو لپاره وېشل کېږي او د هغې بشپړ مراعات د ټولو دفاعي ځواکونو لپاره بنسټیز اصل دی.
هغه زیاته کړې؛ نوی یونیفورم د وسلهوالو ځواکونو د یووالي او پیوستون نښه ده او هغه کسان، چې د پوځ لیکو ته داخلېږي باید د هېواد دفاع خپل مسوولیت او ژمنتیا وبولي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت د اطلاعاتو او سټراټېژیکو نشراتو رییس عنایتالله خوارزمی هم ټینګار کړی، چې هر نظامي باید له ځواکمنې ارادې او لوړ فکر لرونکی وي؛ پوځي اصول او نظم مراعت کړي.
نوموړي ویلي، چې پوځیان باید د هېواد د دښمنانو پر وړاندې پرېکنده، ټینګ او خلکو ته له اخلاقو، مسوولیتپالنې او ښه چلند برخمن پاتې شي.
ویل کیږي، چې د دې نوي یونیفورم پېژندنه د هېواد د دفاعي ځواکونو د انسجام، انضباط او واحد هویت د پیاوړتیا پر لوري یو اړین ګام دی.
-
سوداگري1 day agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
لوبی1 day agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
تازه خبرونه1 day agoد منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoد بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي
-
سوداگري14 hours agoافغانستان او اوزبکستان ۲۵ سوداګریزهوکړهلیکونو لاسلیک کړل
-
تازه خبرونه2 days agoروژه نړۍ ته د سولې، يووالي او هيلې پيغام لري – د م.م عمومي منشي
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
