تازه خبرونه
روژه نړۍ ته د سولې، يووالي او هيلې پيغام لري – د م.م عمومي منشي
ګوټرش ويلي: روژه د لوړې انساني مفکورې نښه ده، چې پر همدردۍ او آرامۍ ولاړه ده؛ خو ټينګار يې کړی، چې د ميليونونو انسانانو لپاره دا ارمان اوس هم ندی پوره شوی؛ هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د خلکو کړاوونو ته نغوته(اشاره) کړې، چې له جګړې، لوږې، بېځايه کېدا او تبعيض سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو ټولنې عمومي منشي، آنټونیو ګوټرش، د رمضان(مبارکې روژې) د رارسېدا په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام کې دا مياشت د نړۍ د مسلمانانو لپاره د تفکر، دعا، هيلې او سولې سپېڅلې وخت بللی دی.
ګوټرش ويلي: روژه د لوړې انساني مفکورې نښه ده، چې پر همدردۍ او آرامۍ ولاړه ده؛ خو ټينګار يې کړی، چې د ميليونونو انسانانو لپاره دا ارمان اوس هم ندی پوره شوی؛ هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د خلکو کړاوونو ته نغوته(اشاره) کړې، چې له جګړې، لوږې، بېځايه کېدا او تبعيض سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ټولو وغوښتل، چې په دې مبارکه مياشت کې د روژې تلپاتي پيغام ته جدي پام وکړي؛ هغه پيغام، چې د زړونو يوځای کول، له اړمنو سره مرسته او د بشري حقونو او انساني کرامت ساتنه رانغاړي.
هغه همداراز خپلو کلنیو ویناوو ته هم نغوته(اشاره) کړې او څرګندوي، چې هر کال له مسلمانو ټولنو څخه ليدنه کوي او ورسره يو ځای روژه نيسي او څرګندوي، چې هر کال د روژې، د سولې او شفقت له روحيې الهام اخلي.
ګوټرش هيله څرګنده کړې: مبارکه روژه به د ټولې نړۍ د ګډو هڅو الهامبخښونکې شي، چې ورسره به د ټولو انسانانو لپاره سولهييزه، سخاوتي او عادلانه نړۍ جوړه شي.
ګوترش خپل پيغام د «رمضان کريم» په هيله پای ته ورساوه.
تازه خبرونه
چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سولهییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربهتوب هم رانغاړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمهییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.
شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عملپاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمهییزه همغږي پیاوړې شي.
روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه5 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
-
نړۍ4 days agoله ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
-
نړۍ5 days agoد رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days agoچین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې سلګونه افغان ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تازه خبرونه4 days agoله افغان حکومت سره عملي تعامل د رسمیت پېژندنې معنا نهلري – اروپايي ټولنه
