تازه خبرونه
اسلامي امارت د داعش کلک دښمن دی – انتوني بلینکن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغانستان اسلامي امارت د داعش کلک دښمن یاد کړی او څرګندوي، چې اسلامي امارت د دې ډلې پر ضد عملیات ترسره کوي.
انتوني بلنکن دا خبره د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي ۱۸ ) په ریاض کې د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه.
نوموړي ټینګار کړی، که څه هم امریکا له افغانستان څخه وتلې؛ خو د اړتیا په صورت کې به د ترهګرۍ پر ضد هڅې تر سره کوي.
هغه زیاته کړې؛ زه فکر کوم، چې مونږ په دې وروستیو میاشتو کې په ښکاره توګه د دې کار وړتیا ښودلې او په افغانستان کې مو میشت د القاعدې یو لوړ پوړي مشر له خپلې مخې لرې کړی دی. سربېره پردې مونږ له شریکانو او ګاونډیانو سره کار کوو، چې له هر هغه تروریزم سره د مقابلې وړتیا پیاوړې کړو، چې ممکن په افغانستان کې رامنځته او یا سر راپورته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې اسلامي امارت د داعش د خراسان څانګې کلک دښمن دی او د دې ډلې پر ضد به خپلې هڅې روانې ساتي.
اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د افغانستان دفاعي ځواکونه له ملي حاکمیت څخه د دفاع توان لري او د اسلامي امارت پر موثریت؛ داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه کمزوری شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې داعش په بدخشان ولایت کې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د درې بریدونو مسوولیت منلی دی. تر ټولو وروستي بریدونه، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې، د بدخشان د پخواني مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه وه، چې د بغلان پخوانی امنیه قومندان مولوي صفی الله صمیم له یوولس کسانو سره یوځای ووژل شو.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه14 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی15 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
