تازه خبرونه
اسلامي امارت د شریعت په چوکات کې د ښځو حقونو ته ژمن دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما له اسلامي امارت غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر زدهکو او کار لګېدلي محدودیتونو ژر تر ژره پای ته ورسوي.
دغه بنسټ ویلي، چې د اسلامي امارت چارواکو په انجوګانو کې د ښځو پر کار د بندیز له لګولو سره د نړیوالو مرستو بې ساري هڅې ستونزمنې کړې دي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ سږ کال ۶.۱۱ میلیون افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي: د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ملګري ملتونه د زورواکو لخوا د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو بندیزونو د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه کوي. دغه بنسټ یو ځل بیا د دغه هېواد پر واکمنو چارواکو غږ کوي، چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي سخت بندیزونه دې لغو کړي.
همدارنګه د آمریکا، آسترالیا، کانادا، اروپایي اتحادیې، فرانسې، آلمان، ایتالیا، ناروې، سویس او بریتانیا هېوادونو استازیو په پاریس کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حضور کې د افغانستان په اړه غوڼده وکړه.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي، چې د کار او زدهکړو په برخه کې د ښځو او نجونو اساسي ازادي بېرته خوندي کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لیندا ګرینفیلد ویلي: اجازه راکړئ؛ په څرګنده توګه ووایم، چې د بایدن دولت په ټوله نړۍ کې د میرمنو له اساسي حقونو څخه ملاتړ ته ژمن دی، په ټوله نړۍ کې ښځې او نجونې پرمونږ حساب کوي، مونږ په ټوله نړۍ کې پر میرمنو او نجونو د تاوتریخوالي په اړه او هغه څه، چې په افغانستان کې نجونې او میرمنې له ښوونځیو او عمومي ژونده منع کړي؛ پام لرنه کوو.
اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو درناوي ته ژمن دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه مني.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: اسلامي امارت د خپل هېواد داخلي چارې په ښه توګه د هېواد د لوړو ګټو او د اسلامي ارزښتونو او د خلکو د عقایدو له مخې تنظیموي. دا د بهرنیو ډلو لپاره غوره ده، چې خپل مسوولیتونه او مکلفیتونه ترسره کړي.
هغه زیاته کړې: دا حقيقت، چې د افغانستان خلک له بهر څخه ځوريږي او ځورول کيږي بايد حل شي.
له بلې خوا د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، د افغانستان دننه او بهر، د بهرنیو چارو له وزیر د بهرنیو چارو له مرستیال، په ملګرو ملتونو کې د امریکا له سفیرې سره به د خبرو اترو لپاره لار اواړه کړي.
هغه افغان میرمنو ته په یوه لیک کې دا هم ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په مشرۍ یې د افغانستان- امریکا مشورتي بهیر پیل کړی دی.