تازه خبرونه

اسلامي امارت د ملي جرګې د طرحې پر جوړولو کار کوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمیسون د افغانانو د ملي شورا یا ملي جرګې د ترسره کولو لپاره د طرحې پر جوړولو کار کوي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني ويلي، چې دغه طرحه به د حکومت د مشرتابه له لوري وروستۍ، تصويب او بیا رسنیزه شي.

انعام الله سمنګاني ویلي: د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمیسیون پرېکړه کړې، چې په ځینو مسایلو کې د مشورې او نظر د تبادلې لپاره یوه لویه غونډه را وغواړي.

یو شمېر سیاسي شنونکي پدې باور دي، چې د لویې جرګې رابلل به په افغانستان کې د شته ستونزو په اوارۍ کې مرسته وکړي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو ته به هم لار اواره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل سالار وايي: راتلونکې لویه جرګه به سیاسي او اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېدي، ځکه دا به یوه رښتینې لویه جرګه وي، نه د پخوا په څېر سمبولیکه.

همدارنګه یو شمېر سیاستوالو د لویې جرګې د اجنډا د ټاکلو لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو غوښتنه کړې ده.

د حق او عدالت ګوند مشر معين ګل څمکني ويلي: د لويې جرګې د اجنډا جوړولو لپاره بايد بين الافغاني کنفرانس راوبلل شي… دا به کار آسانه کړي او جرګه به په ښه توګه ترسره شي او پايلې به يې هم مثبتې وي.

کارپوهان هم په دې باور دي، چې دا ډول غونډې یوازې هغه وخت اغېزمنې وي، چې حکومت د اقتصادي او سیاسي کارپوهانو وړاندیزونه په پام کې ونیسي.

Trending

Exit mobile version