تازه خبرونه

اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه درېدلی دی – ابراهیم صدر

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر د یوه پلاوي پر مشرۍ پنجشېر ته په سفر کې د دې ولایت د والي محمدآغا حکیم په ګډون له حکومتي رییسانو، علماوو کرامو، قومي مشرانو او ولسي استازو سره یوه ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.

هغه زیاته کړې: اسلامي امارت د مجاهدینو او ولسونو د سرښندنو پایله ده.

نوموړي د پنجشېر ولایت مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته  سفرونه کوئ؛ له خلکو سره به مخامخ ګورئ، د هغوی ستونزې او مشکلات به اورئ او ورته به پخپل وخت رسېدنه کوي.

نوموړي ټینګار کړی: مسوولان دې د خپل پرسونل د لیکو چاڼولو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه منفورې څېرې او اشخاص، چې ولس او نظام ته ګټه نه‌رسوي؛ له لیکو لرې کړي، ځکه دا ډول کسان د فتنې او فساد سبب ګرځي.

دغه راز یې د یونیفورم؛ صورت او سیرت پر برابرولو هم ټینګار وکړ او وایي: ټولو منسوبینو ته لازمه ده، چې خپل رسمي یونیفورم رعایت کړي؛ ځکه د هر اورګان ځانګړی یونیفورم ټاکل شوی او دا د اسلامي امارت د رهبر سپارښتنه هم ده.

نوموړي زیاته کړې، چې لومړی به مسوولان خپل سیرت او صورت د سنت پر طریقه برابروي.

د نشه‌یي توکو په اړه نوموړي وویل: په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کچه صفر ته راټیټه شوې ده؛ استعمال، کښت، قاچاق او پلور یې بشپړ بند دی او د مخنیوي لپاره به نظام او ولس ګډ کار کوي.

ویل کیږي، چې یاد پلاوي د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ له اړوند ادارو او مدیریتونو هم لیدنه وکړه او د چارو د ښه‌والي لپار یې اړوند مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

Trending

Exit mobile version