Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ښځو او نرینه وو لپاره پارکونو ته د ننوتلو مهالوېش جوړ کړ

خپور شوی

د

د  امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، چې نرینه او ښځینه کولی شي په بېلابېلو ورځو کې تفریحي پارکونو ته ولاړ شي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ ښځو ته په اوونۍ کې درې ورځې او نرینه وو ته په اوونۍ کې څلور ورځې اجازه ورکړ شوې، چې د کابل ښار پارکونو او تفریحي سیمو ته تګ راتګ وکړي.

دغه وزارت وايي، له دې ورځو وروسته د کابل ښار ټولو پارکونو ته د ښځو او نارینه‌وو د ننوتلو بهیر بېل شوی دی؛ یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه د ښځو او چارشنبه، پنجشنبه، جمعه او شنبه د نررینه وو لپاره ځانګړې شوې دي.

په دې سپارښتنه کې راغلي، چې ښځې باید پارکونو او نورو تفریحي سیمو لکه پغمان دره، شکردره، استالف او نورو تفریحي سیمو ته د تګ پر مهال شرعي حجاب واغوندي.

تازه خبرونه

آلمان د افغان کډوالو د ایستلو د همغږۍ لپاره د اسلامي امارت استازو ته د ورتګ اجازه ورکړه

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.

Published

on

د آلمان حکومت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د اسلامي امارت د استازو یوې ډلې ته یې دې هېواد ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړې، چې افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره همغږي وکړي.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په جرمني کې د شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړیو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د بېرته ستنېدا له بهیر سره مرسته د آلمان پر ګټه ده.

د جرمني چارواکو ویلي، د پلاوي غړي له امنیتي ارزونو تېر شوي؛ په دې هېواد کې د رسمي ډیپلوماټانو له اعتبار برخمن نه‌دي او له لنډې مودې وروسته به آلمان پرېږدي.

برلین په وروستیو کلونو کې د ډېرو پناه‌غوښتونکو او کډوالو له منلو وروسته خپله د کډوالۍ تګلاره سخته کړې ده. د صدراعظم فریډریش مرټس حکومت ويلي: افغانستان ته به د کډوالو په ایستلو کې پر هغو کسانو تمرکز وشي، چې جرمي سابقه لري؛ خو تېره اوونۍ داسې ۲۳ افغان نرینه له آلمان ایستل شوي وه، چې په هغوی کې ځینې پر هیڅ جرم محکوم شوي نه ول.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان له حضور پرته د شانګهای غونډې پرېکړې نیمګړې دي

مجاهد ویلي؛ افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز اړخه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید دې موضوع ته پام راواړي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د افغانستان ګډون د سیمې پر ګټه دی؛ ځکه په دې غونډه کې د سیمې پر مهمو موضوعاتو خبرې کېږي.

مجاهد ویلي؛ افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز اړخه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید دې موضوع ته پام راواړي.

هغه ټینګار کړی، چې د شانګهای غونډه باید د ځینو سیاستونو تر اغېز لاندې رانه‌شي او پر یوه اړخیزه غونډه بدله هم نه‌شي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، که افغانستان د شانګهای په غونډه کې حضور ونه‌لري؛ هغه پرېکړې، چې په سیمه‌ییزه کچه کېږي، بشپړې به نه‌وي.

مجاهد وایي، ځینې هېوادونه کله ناکله هڅه کوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د ګډون مخه ونیسي؛ خو د نوموړي پر باور، د سیمه‌ییزو مسایلو د بحث او له سیمې سره د غړو هېوادونو د مسوولیتونو د روښانه کېدا لپاره د افغانستان حضور مهم دی او د افغانستان له حضور پرته د شانګهای غونډې پرېکړې به نیمګړې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړۍ باید افغانستان هېر نه‌کړي- د سره صلیب کمیټه

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.

Published

on

د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه لوړپوړې چارواکې ویلي، افغانستان د خلکو له«سختو اړتیاوو» سره-سره د نړۍ په اجنډا کې کم‌رنګه شوی او نړیواله ټولنه باید افغان ټولنه یوازې پرېنږدي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې یو میلیون افغان ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳.۷ میلیون نور ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

ملګرو ملتونو هم ویلي، د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله په ټول افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

افغانستان اوس هم په ټوله نړۍ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د پېنځه سترو عملیاتي ماموریتونو په ډله کې دی؛ خو د بودجې کمښت دغه بنسټ اړ کړی، چې د خپلو فعالیتونو په اړه سختې پرېکړې وکړي.

پراز ډسموز ویلي:« د افغانستان خلک ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»

د سره صلیب نړیواله کمیټه په ټول افغانستان کې له ۴۶ روغتیايي او د بیارغونې اووه مرکزونو سره مرسته کوي او روغتیايي او بیارغونې خدمتونه وړاندې کوي، چې د شخړو یا ناچاوده مهماتو له کبله ټپیانو ته هم په کې خدمتونه ترسره کوي.

دغه بنسټ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت خلک هم لومړیتوب ګڼي او پر هغو کسانو راڅرخیږي، چې د افغانستان او پاکستان له شخړو زیانمن شوي دي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي، د کرښې دواړو غاړو له ښکېلو لوریو سره د تعامل وړتیا دې بنسټ ته اجازه ورکوي، چې د کرښې په اوږدو کې له مېشتو ټولنو ملاتړ وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د تېر کال له اوکټوبر راپدېخوا ورو ورو زیاته شوې او تر پسرلي پورې یې دوام وکړ، چې له کبله یې په افغانستان کې زرګونه کسان بې‌ځایه او سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

پراز ډسموز هم د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له لومړنیو زده‌کړو وروسته زده‌کړو او ځینو دندو ته د لاسرسي د محدودېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغې ویلي، د سره صلیب نړیواله کمیټه کولی شي خپلې ښځینه کارکوونکې د روغتیايي ملاتړ په برخه کې وساتي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو مخنیوی به اوږدمهاله پایلې ولري.

هغې ویلي:« اصلي اندېښنه دا ده، چې وروسته به څه کېږي؟ ځکه که نوی نسل زده‌کړې ونه‌کړي، بیا به یې بدیل نه‌وي.»

نوموړې د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د خدمتونو د وړاندې کولو او ښځو ته د نږدې کېدا لپاره د هغوی شتون اړین دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې افغانستان ته د خپل یو اوونیز سفر پر مهال د ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

هغې ویلي:« مهمه دا ده، چې له هغوی سره تعامل او خبرې وکړی شو.»

اسلامي امارت د ۲۰۲۱ز. کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېد او اوس هم په نړیواله کچه د اړیکوله انزوا سره مخ دی؛ روسیه یوازنی هېواد دی، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!