تازه خبرونه
اسلامي امارت زمونږ اندېښنې اوري – د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ دا خبره رد کړې، چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان خبرې نه اوري.
د شنبې پر ورځ ( د وږي ۲۵ ) د پاکستان لنډمهالي لومړی وزیر انوار الحق کاکړ د امریکا غږ اردو تلویزیون ته د مرکې پر مهال وایي: زه فکر نهکوم، چې طالبان (اسلامي امارت) دې د پاکستان خبرې نه اوري؛ ځکه پاکستان له طالبانو (اسلامي امارت) څخه کومه ځانګړې غوښتنه نهلري.
نوموړي دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې کړي، چې اسلامي امارت د پاکستان خبرې ولې نهاوري؟! په داسې حال کې، چې اسلاماباد له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي.
دغه راز یې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا په افغانستان کې د تي تي پي مخ پر زیاتېدونکي ګواښ ته د درون بریدونو کوم غوراوی شته؟ کاکړ ویلي: پاکستان د ځان د دفاع حق لري. چېرته، چې مونږ د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې اړتیا احساس کړو؛ هغه به ترسره کوو.
هغه زیاته کړې: زه به د عملیاتي پرېکړو جزئیاتو ته، چې پاکستان ورته اړ کیږي؛ لاړ نهشم، خو که د ګواښ له کبله اړینه شي – مونږ به یې په اړه بیا پرېکړه کوو.
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر ویلي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره خبرې د پاکستان د ګټو په لومړیتوبونو کې دي.
انوار الحق کاکړ د دوحې تړون ته په نغوته کې ویلي: اسلامي امارت هوکړه کړې، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کاروي؛ اسلامي امارت هم په دې باوري دی، چې په سیمه کې د دغه تړون پلي کول له ګاونډ هېوادونو سره د ځواکمنو او دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره یوه اړتیا ده.
نوموړي دا هم ویلي: د تړون د شرایطو د نه پوره کېدو یو څو لاملونه شته… مونږ په دې برخه کې خپل رول لوبوو او د هغه رول په اړه په حقوقي غونډو کې برخه اخلو، چې له بل لوري یې د لوبولو تمه لرو.
کاکړ دا هم څرګنده کړې، چې د پاکستان او افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ پر ښه کېدو دي.
پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کیږي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د خپلو ستونزو حل په خپل قلمرو کې ولټوي.