تازه خبرونه

اسلامي امارت له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالې مرستې غوښتنه کوي

که څه هم د اقلیمي بدلون پایلې د نړیوالې تودوخې، وچکالۍ، سیلابونو او د ځنګلونو او استوګنځایونو ویجاړوونکې دي؛ خو یوه پټه او اندېښمنوونکې اغېزه یې پر انسانانو رواني اغېز دی.

Published

on

اسلامي امارت ویلي، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالو مرستې ته اړتیا ده؛ ځکه، چې د اقلیم بدلون نه یوازې طبیعت ته ګواښ پېښوي، بلکې د انسانیت رواني هوساینې ته هم ګواښ دی.

که څه هم د اقلیمي بدلون پایلې د نړیوالې تودوخې، وچکالۍ، سیلابونو او د ځنګلونو او استوګنځایونو ویجاړوونکې دي؛ خو یوه پټه او اندېښمنوونکې اغېزه یې پر انسانانو رواني اغېز دی.

نوې څېړنې او د زیان منونکو ټولنو تجربې ښیي، چې د اقلیم بدلون نه یوازې پر بدن، بلکې د میلیونونو خلکو پر ذهن او روح هم فشار راوړی دی.

ځینې کارپوهان وايي؛ د اقلیم بدلون د طبیعي بحرانونو او بې ثباته ژوندانه شرایطو رامنځته کوي، چې اغېزې یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول فشار، اضطراب، خفګان او حتا د ډېرو سختو رواني صدمو لامل کیږي.

دغه راز یو شمېر نورو ټینګار کړی، چې د اقلیم بحران شدت مومي؛ د کورنیو اقتصادي او ټولنیز وضعیت اغېزمنوي او د زلزلو، مهاجرتونو او ویجاړونکو سیلابونو لامل هم کیږي.

افغانستان د اقلیم بدلون پر وړاندې د شپږم زیانمنوونکي هېواد په توګه له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره لږ ظرفیت لري. له همدې کبله د اسلامي امارت چارواکو تل پر کورنیو او نړیوالو غونډو کې د اقلیم بدلون په برخه کې د نړیوالو ټولنو د پروژو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اقلیمي بدلون نړیوالې پروژې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته ودرول شوې. که څه هم د دې پروژو د بیا پیلولو لپاره هڅې روانې دي؛ خو سیاسي مسلو یې مخه نیولې ده. د اسلامي امارت چارواکو پر وار وار ویلي، چې د اقلیم بدلون باید له سیاست سره ونه تړل شي او دا نړیواله ستونزه، چې باید د افغانستان په ګډون د نړۍ ګوټ ګوټ کې ورسره مبارزه وشي.

Trending

Exit mobile version