تازه خبرونه
اسلامي امارت پاکستان ته د خبرداری تر څنګ د دوی د پلاوي سفر هم لغوه کړ
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه “غچ اخیستونکي” بریدونه کړي او د ځاني زیانونو په اړه وایي: ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او له ۲۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې ونیول شوې.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیز کنفرانس کې د هېواد وروستیو پېښو ته د نغوتې پر مهال خبرداری ورکړ، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې منفي اقدامات ودروي، که نه؛ نو له جدي او نه اټکل کېدونکو پایلو سره به مخ شي.
دغه راز مجاهد د اړوند یرغلونو په غبرګون کې کابل ته د پاکستاني پلاوي راتلونکی سفر هم لغوه کړ.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه “غچ اخیستونکي” بریدونه کړي او د ځاني زیانونو په اړه وایي: ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او له ۲۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې ونیول شوې.
هغه زیاته کړې؛ په نښتو کې د اسلامي امارت نهه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
نوموړي د پاکستان د منفي هڅو په اړه زیاته کړې: “د پاکستان په حکومت کې ځینې ځانګړې کړۍ هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي او نړۍ ته ناسم معلومات ولېږدوي.”
مجاهد زیاته کړې؛ په فرضي کرښه او پولو کې وضعیت بشپړ تر څارنې لاندې دی او اسلامي امارت د ملي امنیت او حاکمیت د ساتلو لپاره هر د ژغورنې هڅې کړې دي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی؛ افغانستان حق لري، چې له خپلې خاورې او هوايي حریم څخه دفاع وکړي او هر راز یرغل به پرې له سخت غبرګون سره مخ شي.
هغه وایي، چې په تېرو اته میاشتو کې کومه جدي امنیتي پېښه رامنځته شوې نده او د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ځانګړې کړۍ غواړي د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي او افغانان د نظام پر وړاندې وهڅوي.
مجاهد دا هم ویلي، چې د افغانستان پر هوايي حریم نور بریدونه به هم بې غبرګونه پاتې نشي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ پاکستان د مخدره توکو په کښت او په خپله خاوره کې د داعش د اډو په جوړولو کې رول لوبوي، چې د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ دی.
مجاهد ویلي، چې داعش په افغانستان، ایران او مسکو کې د خپلو بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کارولې ده او د دې ډلې اروپایي غړي هم په پاکستان کې روزل شوي او خپلو هېوادونو ته لېږل شوي دي.
د اسلامآباد او کابل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې له څو میاشتو راپدېخوا د امنیت او مهاجرت مسلو په اړه د متقابل تورونو له کبله خړې پړې دي.
دغه راز نړیوالو او سیمهییزو لوبغاړو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خبرې اترې وکړي.
د پاکستاني پلاوي د سفر لغوه کول احتمال لري، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر راز ډیپلوماټیک چینلونه نور هم پېچلي کړي.
د پاکستان حکومت یا د پوځ ویاندویانو د اسلامي امارت لخوا د ځاني زیانونو خپاره شوي شمېر ته سمدستي ځواب ندی ورکړی.
په هرحال نړیوال څاروونکي خبرداری ورکوي، چې د فرضي کرښه په اړوند سیمو کې دوامداره تاوتریخوالی به خطرناکې سیمهییزې پایلې ولري.
دوی د چټکو ډیپلوماټیکو ښکېلتیاوو، د پېښو رڼې څېړنې او د پولې په اوږدو کې د نورو نښتو د مخنیوي لپاره د میکانیزمونو غوښتنه کوي.
د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه
د افغانستان دفاع وزارت د جمعې پر ورځ ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا د هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې او ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په پکتیکا ولایت کې یې پر ملکي بازار بمبارډ کړی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو الوتکو د افغانستان د پلازمېنې کابل له هوايي حریم څخه هم سرغړونه کړې ده.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا برید “د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساري تاوتریخوالی او کرغیړن عمل” ګڼل شوی دی.
ویل کیږي، چې: “مونږ د افغانستان له هوايي حریم څخه د دې سرغړونې غندنه کوو.دا زمونږ مشروع حق دی، چې د هېواد له هوايي حریم دفاع وکړو او که وضعیت خرابيږي، نو د پاکستان پوځ به یې د پایلو مسوول وي.”
