تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د روسیې ادعا ردکړه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان په یوه باثباته امنیتي وضعیت کې دی او هیڅ بهرنۍ ډله په هېواد کې فعاله نده.
د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د وروستۍ ادعا په ځواب کې، چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو جنګیالي حضور لري؛ رد کړه او وړاندې شوې سرچینې او معلومات یې ناسم ښودلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان په یوه باثباته امنیتي وضعیت کې دی او هیڅ بهرنۍ ډله په هېواد کې فعاله نده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټوله جغرافیه د یو واحد حاکمیت لاندې اداره کیږي او د بهرنیو ډلو د فعالیت لپاره هیڅ زمینه نشته.
ذبیحالله مجاهد ویلي: “مونږ خواشیني یوو، چې د روسیې له سرچینو څخه دا ډول ادعاوې وړاندې کیږي؛ هغه ادعاوې، چې په تېر کې ان د امریکا له اشغال راپدېخوا تکراریږي. مونږ یې په ټوله کې ردوو.”
هغه دا هم ویلي؛ اسلامي امارت د روسیې له چارواکو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې واقعیتونه په سمه توګه درک کړي او خپل راپورونه د عیني حقایقو او د هېواد د اوسنیو شرایطو پر بنسټ تازه کړي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي؛ ځکه په هېواد کې امنیت خوندي دی.