تازه خبرونه
اسلامي امارت په کابل کې سفارتي کچې ته د هند له ماموریت لوړولو هرکلی وکړ
له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې سهیل شاهین ویلي؛ “دا د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو، د باور جوړولو، سوداګرۍ او همکارۍ پراخولو او په سیمهییزه سوله کې د رغنده رول لوبولو لپاره یو ښه ګام دی. زه له دې پرېکړې هرکلی کوم او هیله من یم، چې د افغانستان او هند ترمنځ ښې اړیکې به پراخې شي.”
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د هند له دې پرېکړې، چې خپل تخنیکي مامریت یې د سفارت کچې ته لوړ کړ؛ هرکلی کړی او دا یې “د سیمهییزې سولې او همکارۍ پر لور یو ګام” وباله.
له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې سهیل شاهین ویلي؛ “دا د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو، د باور جوړولو، سوداګرۍ او همکارۍ پراخولو او په سیمهییزه سوله کې د رغنده رول لوبولو لپاره یو ښه ګام دی. زه له دې پرېکړې هرکلی کوم او هیله من یم، چې د افغانستان او هند ترمنځ ښې اړیکې به پراخې شي.”
شاهین، چې اوسمهال په قطر کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوي؛ دا پرېکړه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لپاره “لازمه او اړینه” وبلله.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او هندي چارواکو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر بنسټ نوي ډیلي د سېشنبې پر ورځ (د تلې نههیشتمه / د اوکټوبر یوویشتمه) له کابل سره خپلې رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړې او خپل تخنیکي ماموریت یې د سفارت کچې ته لوړ کړ.
د هند بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ “سفارت به د افغانستان په هر اړخیزه پراختیا، بشري مرستو او ظرفیت لوړولو پروګرامونو کې ډېر اغېزمن رول ولوبوي.”
هند د ۲۰۲۱ کال په زمري / اګست کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته په مزار شریف، جلالآباد، کندهار او هرات کې خپلې قونسلګرۍ وتړلې؛ خو د ۲۰۲۲ کال په جون کې یې کابل ته یو تخنیکي ماموریت راواستاوه، چې بشري مرستې او قونسلي چارې آسانه کړي.
د نوي ډیلي دا نوې هڅه د افغانستان او هند په اړیکو کې د نوي پًړاو د پیل په توګه لیدل کیږي؛ هغه اړیکې، چې له تېرو دوه لسیزو راپدېخوا د تعلیمي، پراختیایي او کلتوري همکاریو پر بنسټ ولاړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر هم مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د خپل هېواد ځانګړی سفیر ټاکلی دی.