تازه خبرونه
اسلامي امارت په ګوانتانامو کې د وروستي افغان بندي د خوشې کېدا غوښتنه وکړه
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ امریکايي او افغان چارواکو له څو میاشتو راپدېخوا محرمانه خبرې کړې، چې د امریکايي بندیانو پر خوشې کېدا راڅرخېدلي دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړیتوب ګڼل کېږي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د بندي امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خوشې کېدا غوښتنه کړې.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ امریکايي او افغان چارواکو له څو میاشتو راپدېخوا محرمانه خبرې کړې، چې د امریکايي بندیانو پر خوشې کېدا راڅرخېدلي دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړیتوب ګڼل کېږي.
تېر کال په افغانستان کې لږ تر لږه پېنځه امریکايي بندیان خوشې شوي؛ خو د نورو بندیانو د برخلیک په اړه خبرې اترې درېدلې دي.
افغان چارواکو ویلي؛ په خبرو کې پرمختګ اوسن د واشنګټن له پرېکړې سره تړاو لري، چې په ګوانتانامو کې د پاتې افغان بندي په اړه څه ډول پرېکړه کوي.
د امریکا حکومت افغانستان تورن کړی، چې بندیان د فشار د وسیلې په توګه کاروي؛ خو اسلامي امارت دا تورونه رد کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي: « مونږ غواړو، چې دا دوه امریکايي بندیان خوشې شي؛ خو په عین حال کې باید زمونږ د هغه بندي برخلیک هم روښانه شي، چې په ګوانتانامو کې بندي دی.»
محمد رحیم، چې په ګوانتانامو کې افغان بندي دی؛ خو د امریکا له لوري تورن شوی، چې د القاعده ډلې لپاره یې د اسامه بن لادن د ژباړن په توګه کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د محمد رحیم کورنۍ له دې مخکې ویلي وه، چې هغه پر اړوند تور تورن ندی او د هغه د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کوي.