تازه خبرونه

اشرف غني د کب شلمه د نیالګیو کینولو ملي ورځ اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۹)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ ولسمشراشرف غني نن د یو شمېر نیالګیو پر کینولو د کب شلمه د نیالګیو کینولو ملي ورځ نومولې او هېوادوال یې د نیالګيو کینولو ته هڅولي دي.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ اشرف غني په کابل او ولایتونو کې وزارتونو، ریاستونو او دولتي ادارو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې ادارې او اړوند ښاروالۍ سره په همغږۍ کې هر کال په رسمي بڼه د ونو کینولو ورځ ونمانځي.

دغه راز څرګنده شوې، چې ولسمشر په مرکز او ولایتونو کې د ملکي او نظامي روزنیزو او ښوونیزو ادارو په ګډون وزارتونه او دولتي ادارې باید په دې ملي کمپاین کې ګډون وکړي.

اشرف غني له مدنې ټولنې او ټولو هېوادوالو غوښتي،چې په دې ملي کمپاین کې ګډون وکړي او له شرکتونو، صنعتي او سوداګریزو بنسټونو له لرونکیو هم وغوښتل شول، چې د نیالګیو کینولو د پروګرام په تمویل کې خپله ونډه  او دنده ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version