لوبی

اظهارالحق نوید د پاکستان په غوره لیګ کې د ملتان سلطان لوبډلې ته لوبیږي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان  کرکت لوبغاړی اظهارالحق نوید د پاکستان په غوره لیګ کې له ملتان سلطان لوبډلې سره یوځای شو.

د ملتان سلطان لوبډلې د جمعې پر ورځ ( د سلواغې ۲۸ ) تویت کړی، چې د افغانستان توپ اچوونکی له دې لوبډلې سره یوځای شوی دی.

نوید هم په خپل انیستاګرام پاڼه کې لیکلي، چې له ملتان سلطان لوبډلې سره پر یوځای کیدو خوښ دی.

نوموړي زیاته کړې؛ زه هیله لرم، چې د دې غوره لوبډلې ته یو تلپاتې پړاو ولرم.

نوید په دې وروستیو کې د آسترالیا په بیګ باش لیګ کې د سیدني سکسرز لپاره لوبه کړې، چې په کې یې ټولټال ۹ ویکتې واخیستې.

د پاکستان غوره لیګ اتم پړاو د تېرې دوشنبې پر ورځ پیل شوی دی.

Trending

Exit mobile version