Connect with us

تازه خبرونه

افغانان له پاکستان څخه په ډېر بد وخت کې ستنېدو ته اړ شول – د خواړو نړیوال پروګرام

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د خواړو نړیوال پروګرام رییس ويلي، افغانان د کال په خورا بد وخت کې له پاکستان څخه کډه ولو ته اړ شوي او اوس د ژمي په سړه هوا کې د اوسېدلو لپاره ځای نه‌لري.

مېرمن شاوي لي ویلي، چې راستانه شوي کډوال نه یوازې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، بلکې په افغانستان کې د خپل ژوند د بیا جوړونې لپاره هم مرستې ته اړ دي.

د خواړو نړیوال پروګرام د ژمي له رارسېدو سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغان کډوال د کال په تر ټولو بد وخت کې له پاکستان کډه کوي او اوس د ژمي په سړه هوا کې د اوسیدلو لپاره ځای نه‌لري.

په افغانستان کې د دې ادارې استازې او مشرې شاوي لي ويلي، چې تر اوسه يې له ٢٥٠ زره څخه زياتو خلکو سره مرسته کړې او له يوميليون ډېر کسان مرستو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشره شاوي لي وایي: هغوی اړ شول، چې په خورا بد وخت کې افغانستان ته ستانه شي. هر یو، چې ما ولیده هغه ویل؛ دوی نه پوهیږي، چې څنګه په دې سخت ژمي کې ژوند وکړي. ډېرۍ هغه میرمنې، چې له پاکستان څخه راستانې شوي له خپلو میړونو پرته شړل شوي او خاوندان یې د پاکستانيو پولیسو له خوا نیول شوي او  بندیان دي. د دې کډوالو لپاره هیڅ د ارام غېږه نشته. دغه راز له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال هم د پاکستانيو ځواکونو له چلنده شکایت کوي او وايي، چې دا بهیر باید ودرول شي او یا هم پاکستان پرېږدي، چې کډوال خپلې پیسې هم انتقال کړي.

که څه هم تمه وه، چې د دې پروسې د درولو لپاره به د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې وشي؛ خو ظاهراً پاکستان چمتو نه‌دی، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او اسلامي امارت هم وايي، چې له راستنېدونکیو کډوالو سره پوره مرسته کوي.

پاکستان د نوامبر پر لومړۍ نېټه د اووه میلیون بې‌اسنادو افغان کډوالو د لسمې برخې د ایستلو بهیر پیل کړ او د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغو ټولو کډوالو ایستل به دوه میاشتې وخت ونیسي. دا مهال له پاکستان څخه شاوخوا ۴۰۰ زره  افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

تازه خبرونه

یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.

هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونه‌شي او هڅې چټکې نه‌کړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»

ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.

د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.

ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کم‌عمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.

دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.

د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.

ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

Published

on

 

کابل ښاروالۍ ويلي؛ د پلازمېنې د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې ټاکل شوې، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ له کابل ښار سره یوځای او د دې ښار ناحیې شي.

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

بارکزی وایي:« کابل ښار یوازې په عمودي ډول نه پراخېږي، بلکې افقي پراختیا یې هم ډېره ښه شوې او د ګوګل نخشې له لارې لیدل کېدی شي. کابل ۲۲ ناحیې لري او په پام کې ده، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ هم ورسره یوځای شي.»

کابل ښاروالۍ تر اوسه د دې طرحې د پلي کېدا د وخت په اړه څه نه‌دی ویلي.

بګرامي د کابل ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۵ کیلومټره لرې موقعیت لري.

چارآسیاب هم د ښار په سویل کې پرته ولسوالي ده، چې له مرکز څخه د سويلي ولایتونو پر لور یوه اصلي لار هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.

هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.

دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!