تازه خبرونه

افغانستان اقتصادي او بشري ملاتړ ته اړتیا لري

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۱)

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران د اواري لپاره اقتصادي مرستې وکړي.

مارتین ګریفیتس څرګندوي: یوازې بشري مرستې د افغانستان کړکېچ نشي اوارولی او په دې هېواد کې د اقتصاد، بانکي سیستم او بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا ته اړتیا ده.

مارتین ګریفیتس وايي؛ په افغانستان کې ۲۵ میلیون وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي، چې ۶،۶ میلیون وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په بېړني حالت کې دي.

مارتین ګریفیتس وايي، په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د حل لپاره یوازې بشري مرستې کافي ندي او د دې ننګونې د حل لپاره د افغانستان د اقتصاد، بانکي سیستم او بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.

مارتین ګریفیتس وایي: نولس میلیون وګړي، چې د افغانستان د نفوسو نیمایي برخه جوړوي؛ د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي، چې شپږ اعشاریه شپږ میلیون وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په بېړني حالت کې دي. دا نن په نړۍ کې تر ټولو لوړه شمېره ده، چې مونږ یې لرو. له دغو خلکو سره د مرستې لپاره بودجې ته اړتیا ده؛ نو مونږ له درې عمده ستونزو سره مخ یوو؛ د بودیجې نشتوالی، د ۷۰ سلنې ځوانانو او لویانو وزګارتیا او  انفلاسیون، چې د خلکو نیمایي عاید پر خوراکي توکو لګیږي.

اسلامي امارت ویلي، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري ستونزې د غربي سیاستونو او نړیوالو بندیزونو پایله ده. د لویدیځ چلند د افغانانو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي: د بندیزونو او شتمنیو کنګل کېدو پر سوداګریزو بانکونو، د افغانستان بانک او خصوصي سکتور اغېزه کړې ده. د نننۍ ستونزې یوه لویه برخه د نړیوالې ټولنې په کړنو کې ریښه لري. بشري وضعیت ته له کتو سره، زمونږ لومړیتوب بشري بنسټونو ته د لاسرسي اجازه ورکول دي. خیریه موسسې د افغانستان هر ګوټ ته د خلکو د مرستې لپاره تلای شي.  مونږ منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه لرو، چې افغانستان باثباته او پر ځان بسیا کړو.

بلخي د خپلو خبرو پر وخت په حکومت کې د اصلاحاتو يادونه هم وکړه او وایي، چې نوې څېرې او استعدادونه به په کې شامل شي.

عبدالقهار بلخي دا هم په ډاګه کړې: مونږ هېڅکله ندي ویلي، چې دا د حکومت وروستۍ بڼه ده او نه به نور اصلاحات او پرمختګونه په کې رامنځته شي؛ نوي استعدادونه به په کې ور اضافه شي او مونږ د داسې حل لارو په لټه کې یوو، چې افغانستان ته نورې ستونزې جوړې نکړي.

په افغانستان کې د یو شمېر بشري ټولنو او بنسټونو چارواکي هم د وضعیت له پېچلتیا او په افغانستان کې د بشري ناورین د شدت په اړه اندېښمن دي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیتې استازی پیر کورنبویل وایي: په افغانستان کې د اوسنیو ژورو بشري ستونزو درې عمده لاملونه دي؛ د څلورو لسیزو جګړو میراث، له افغانستان سره د مرستو په اړه د نړیوالې اجماع نشتوالی، اقتصادي بندیزونه او د بانکي شتمنیو کنګل کېدل هغه مسایل دي، چې په افغانستان کې یې بشري ناورین نور هم پراخه کړی دی.

په افغانستان کې د سرې میاشتې د نړیوالې کمیتې مشر ایلوی فلین ویلي: د افغانستان د خلکو بشري ستونزې ورځ تر بلې پېچلې کیږي؛ په افغانستان کې بانکي سیستم سم کار نکوي، خصوصي سکتور د پانګونې او دندو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دی، په نړیوالو بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي. د اوکراین د کړکیچ په تړاو نړیوال وضعیت مخ پر خرابېدو دی او وضعیت یې د افغان کورنیو لپاره ستونزمن کړی دی.

په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشره ماری هیلین مکګورټي وایي؛ په افغانستان کې وضعیت خورا نازک دی. میلیونونه افغانان لږ تر لږه د ورځې یو ځل د ځان او خپلو کورنیو د خوراک لپاره کافي خواړه نلري. دا حقیقت، چې ښځې او نجونې کار نشي کولی بشري ناورین نور هم مخ پر ډېرېدو دی.

ویل کیږي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نلري، د ښځو لپاره د کاري فرصتونو او د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالی هغه لاملونه دي، چې د اقتصادي ودې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د نه لیوالتیا لاره یې اواره کړې ده.

Trending

Exit mobile version