تازه خبرونه
افغانستان اوس هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري – امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې یکشنبه( د غویی اوومه) خپره شوې؛ راغلي: په دې ناسته کې دواړو خواوو له ګاونډ هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدو، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ناوړه اغېزو سره د مبارزې پر چمتووالي، له مخدره توکو مبارزې، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کولو او د روږدو کسانو درملنې بحث او خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال ټام فلیچر سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان اوس هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې یکشنبه( د غویی اوومه) خپره شوې؛ راغلي: په دې ناسته کې دواړو خواوو له ګاونډ هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدو، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ناوړه اغېزو سره د مبارزې پر چمتووالي، له مخدره توکو مبارزې، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کولو او د روږدو کسانو درملنې بحث او خبرې وکړې.
دواړو خواوو د بشري مرستو د بڼې پراختیا ته د بدلولو، د مرستو په برابرولو کې اقتصادي ګټوربوب رامنځته کولو، د مرستو د اغېزې د زیاتوالي لپاره د کورنیو تولیداتو او ظرفیتونو کارولو، د مرستو د پروګرامونو د پلي کولو پروسې ساده کولو، د پروګرامونو په پلي کولو کې د خلکو لومړیتوبونو ته د پاملرنې او د مرستندویه بنسټونو او اړوند دولتي څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هم بحث وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار وکړ، چې په هېواد کې له څو لسیزو جګړو، ناامنیو او د مخدره توکو د کښت له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري، چې هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ځانبسیا او افغان ولس د بشري مرستو له اړتیا څخه خلاص کړي.
هغه یادونه کړې؛ که څه هم دا وخت نیسي، بهرنۍ مرستې ته اوس هم اړتیا ده.
امیر خان متقي ټینګار کړی، چې مرستې باید د افغانانو له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سمې وي او داسې ولګول شي، چې پر کورني بازار، اقتصادي ودې او کورنيو ظرفیتونو اوږدمهاله مثبت اغېزه ولري.
دغه راز ټام فلیچر ویلي، چې ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو، امنیت، سیمهییز ثبات، اقلیمي بدلون، مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او په نورو برخو کې د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړې، چې له دې وروسته به د مرستو د پروګرامونو په پلي کولو کې اصلي پرېکړه کوونکي ځایي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.
هغه ویلي، چې د مرستو ماهیت له بشري مرستو څخه پراختیایي او بېخبنایي(زیربنایي) کارونو ته بدلول، د افغانانو لومړیتوبونه او موخې په پام کې نیول کیږي.
په پایله کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د نړیوالو مرستو د اغېزمنتوب د زیاتوالي لپاره همغږي او ګډ کار زیات کړي.
تازه خبرونه
د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مخه د امریکا فشار نیولې – اسلامي امارت
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، پر ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو د امریکا فشار د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.
مجاهد ویلي:« ښايي دوی دا په ښکاره ونه وايي او یا یې اعلان نه وي کړی، خو په ټوله کې داسې ښکاري، چې پر ملګرو ملتونو او ځینو نورو هېوادونو فشار راوړل کېږي او له مونږ سره د تعامل مخه نیول کېږي. که داسې نه وای؛ تر اوسه باید تعامل شوی وای.»
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، ځینې هېوادونه اوس هم د نړۍ د سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي، چې له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا مخه نیسي.
هغه وایي:« هغه هېوادونه، چې له مونږ سره په جګړه یا شخړه کې ول یا ځینې هغه هېوادونه، چې اوس هم د همدغو سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي؛ په طبیعي ډول نهدي توانېدلي، چې د تعامل په برخه کې پرمختګ وکړي. پړه پر افغانستان نهده او د دوی سیاستونه له جګړې راپدېخوا بدل شوي نهدي.»
دغه راز شنونکیو ويلي، امریکا اوس هم د ډېرو هېوادونو پر بهرنیو سیاستونو د پام وړ اغېز لري.
د دوی پر باور، تر هغې، چې واشنګټن د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره بدله نهکړي؛ د رسمیت پېژندنې پر لوري نور پرمختګ به هم له ستونزو سره مخ وي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصادي ګټو ولاړ دی او کابل غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
تازه خبرونه
افغانستان باید یوازې له امنیتي زاویې ونه څېړل شي- محمودخان اچکزی
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د مخالفانو مشر محمود خان اچکزي ويلي، افغانستان په سیمهییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي زاویې څېړل کېږي.
اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نهلري.
هغه زیاته کړې، د سیمې امنیتي ستونزې یوازې له افغانستان سره تړاو نهلري او د جګړو، بهرنیو لاسوهنو او د سترو او سیمهییزو هېوادونو د سیالیو رول هم باید په پام کې ونیول شي.
اچکزي ویلي؛ هغه ځواکونه او نیابتي ډلې، چې د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې ښکېل ول، د دغه هېواد په ویجاړۍ کې تاریخي مسوولیت لري.
تازه خبرونه
د کانونو او پټرولیم وزیر او د قطر سفیر د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې
د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.
-
تازه خبرونه5 days agoله بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیانمن کړ- ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا
-
تازه خبرونه5 days agoد ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو
-
نړۍ5 days agoد نیپال او چین په سېلابونو کې نږدې ۱۵۰۰ کسان نادرکه شول
-
نړۍ5 days agoد سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د اصلي تورن محاکمه د ۲۰۲۸ز.کال په جون کې ترسره کیږي
-
لوبی17 hours agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه5 days agoد پښتو او دري ژبو د املا لپاره د منظمې او همغږ لیکدود رامنځته کول اړین دي – مهاجر فراهی
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
