تازه خبرونه

افغانستان او امریکا د کنګل شوې پانګې د آزادېدو لپاره غونډه کړې

Published

on

د افغانستان او امریکا استازیو په تاشکند کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ، اقتصادي ثبات، بشري مرستو او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه غونډه کړې.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره سم د افغانستان بانک څه باندي نهه میلیارد دالر پانګه د امریکا لخوا د کنګل کېدو ترڅنګ د هېواد بانکي او اقتصادي  نظام  په وړاندي د سیمي او نړۍ په مارکیټونو کې ګڼې  ننګونې رامنځته شوې دي.

که څه هم  د اسلامي امارت مسوولینو تل د دې ستونزو د هواري خبرې کړي، خو اوس هم دا ستونزه پخپل ځای ده .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د تاشکند د ناستې په څنډه کې د دې وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي پر مشرۍ یوه پلاوي له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو، اقتصادي ثبات او د بشري مرستو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تویت کړی، چې په دې غونډه کې د مالیې وزارت چارسمبالي، د دغه وزارت مرستیال، د افغانستان بانک مرستیال او د افغانستان بانک تخنیکي ډلې ګډون کړی و.

د افغانستان بانک تخنیکي ډلې د امریکا د خزانې وزارت د مرستیال پر مشرۍ له تخنیکي ډلې سره هم ځانګړې بحثونه او خبرې کړې دي.

د خصوصي  سکتور غړيو ويلي، که د افغانستان بانک کنګل شوې پانګه آزاده شي د هېواد په اقتصادي وضیعت به خورا مثبته اغېزه ولري.  

د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالجبار ساپی وایي: د پیسو له آزدېدو سره د افغانستان اوسنی بانکي بحران حل او د هېواد سوداګریز نظام پخپلو پښو دریږي. هیله لرو، چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا د دې ستونزې په اوارۍ کې سره هوکړې ته ورسیږي.

اقتصادي کار پوهان د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د آزادېدو لپاره د تاشکنډ غونډه تر ټولو مناسب فرصت و او زیاتوي، چې اسلامي امارت د خپل هېواد مالي او اقتصادي ستونزو د اوارۍ لپاره باید د امریکا سره خبرې وکړي، چې د افغانستان میلياردونه دالر پانګه بېرته د هېواد اقتصادي بهیر ته دننه شي.

دوی زیاتوي، چې د دې پانګې له آزادېدو سره د افغانستان بانکي اعتماد په نړیواله کچه بېرته ښه کیدای شي.

اقتصادي شنونکي عبدالقادر جېلاني ویلي: د افغانستان اسلامي امارت ته د هېواد د کنګل شويو نهه نیم  میلیارد دالرو پانګې د آزادېدو لپاره تر ټولو مناسب وخت همدا اوس دی؛ له  دې سره د هېواد بانکي اعتبار هم لوړیدا شي او نړی باید د افغانانو د دې پانکې د آزادولو په برخه کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت مشرتابه په ځلونو له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شوې پانګې بېرته آزادول غوښتي، چې هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغورل شي.

د کار پوهانو په باور د افغانستان د پانګې له آزدېدو سره د افغانستان اقتصادي نړیوال تعاملات عادي حالت ته راتللی شي.

Trending

Exit mobile version