تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان د ډيپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

د تاجکستان يوه لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

دواړو لوریو په ځانګړي توګه پر اقتصادي، ډيپلوماټيکو همکاریو او ګډو سيمه‌ييزو پروژو خبرې کړې دي.

امير خان متقي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوږده تاريخ ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت له تاجکستان جمهوريت سره “ښه اړيکې او ښه ګاونډيتوب” غواړي.

هغه زياته کړې، چې د کابل او دوشنبې ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او هيله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوه اړخيزو اړيکو پر ودې او پراختیا د نورو ناستو شاهدان هم واوسو.

د تاجکستان پلاوي د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان او تاجکستان په بېلابېلو برخو کې نږدې او رغنده همکاري لرلی شي.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د ګډو سفرونو، غونډو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

Trending

Exit mobile version