سوداگري

افغانستان او قرغیزستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

دغه راز افغان او قرغیزي مشرانو د ګډې سوداګریزې شورا د جوړولو، په شخصي او آنلاین غونډو کې د ګډون، د ګډ کاري ګروپ د جوړولو، د سوداګریزو کورونو او مرکزونو د پیلولو، د اقتصادي غونډو، نندارتونونو او سوداګریزو غونډو د جوړولو، په افغانستان کې د ګډې پانګونې، د دوه اړخیزو ټرانزیټ دهلیزونو د جوړولو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه د تړونونو لاسلیک کولو، د ازبکستان او تاجکستان په ګډون د درې اړخیزو تړونونو او د سوداګرۍ او بانکي فعالیتونو د ډیجیټل کولو په برخه کې د همکارۍ په اړه بحث او اندونه تبادله کړل.

Published

on

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي پر مشرۍ پلاوي قرغیزستان هېواد ته د سفر پر مهال د دې هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر صدیق‌اوف سره د دوه‌اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه راز افغان او قرغیزي مشرانو د ګډې سوداګریزې شورا د جوړولو، په شخصي او آنلاین غونډو کې د ګډون، د ګډ کاري ګروپ د جوړولو، د سوداګریزو کورونو او مرکزونو د پیلولو، د اقتصادي غونډو، نندارتونونو او سوداګریزو غونډو د جوړولو، په افغانستان کې د ګډې پانګونې، د دوه اړخیزو ټرانزیټ دهلیزونو د جوړولو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه د تړونونو لاسلیک کولو، د ازبکستان او تاجکستان په ګډون د درې اړخیزو تړونونو او د سوداګرۍ او بانکي فعالیتونو د ډیجیټل کولو په برخه کې د همکارۍ په اړه بحث او اندونه تبادله کړل.

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر د افغان پلاوي د شتون او په اقتصادي فورم کې له فعال ګډون د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د سوداګریزو ویزو د صادرولو، د بانکي اړیکو د پراختیا او د افغان سوداګرو لپاره د ټرانسپورټي آسانتیاوو په برخه کې اړین اقدامات وکړي.

د غونډې په پای کې دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ او همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت او د قرغیزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکارۍ لپاره د لارې نقشه لاسلیک شوه، چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو پر لوري یو اړین ګام ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version