سوداگري
افغانستان او قرغیزستان يو ميليارډ ډالرو ته د سوداګرۍ پر رسولو ټينګار وکړ
د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال تورسنکلوف سره د دغه هېواد د سفیر توردکان صدیقوف په شتون کې ولیدل.
د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.
د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان او قرغزستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل او څرګندوي، چې ګډو کلتوري ارزښتونو دواړه بلوري نور هم سره نږدې کړي دي.
تورسنکلوف د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره قرغزستان ته سفر وکړي.
دغه راز دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ له زیاتېدا خوښي ښودلې او یو میلیارډ ډالرو ته یې د سوداګررۍ پر رسولو ټینګار وکړ.
ویل کیږي، چې عزیزی د قرغیزستان د ودانیزو پروژو په اړه د نغوتې پر مهال وویل؛ په دغه هېواد کې دې د افغانستان د لویو ودانیزو شرکتونو او بشري سرچینو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.