تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان باید د متقابل درناوي او خبرو له لارې د سیمې ستونزې حل کړي – اڅکزی

هغه ویلي: «د پاکستان هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته په ډاګه وښيي، چې دا تذکره لري. دا اغزن تار د امریکا پر غوښتنه لګول شوی دی.»

Published

on

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان د اساسي قانون پر حاکمیت، له افغانستان سره متقابل درناوي او په سیمه کې د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوي ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: «که څوک غواړي پاکستان اداره او له اوسني وضعیت څخه وباسي، مونږ یې ملاتړ کوو؛ خو لاره یې دا ده، چې په هېواد کې اساسي قانون واکمن وي، هره اداره د قانون له ټاکلي چوکاټه پیروي وکړي، ټاکل شوې پارلمان د واک سرچینه وي او کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ هم له هماغه ځایه وټاکل شي. په دې صورت کې به پاکستان پرمختګ وکړي.»

اڅکزي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه ویلي، دواړه (حکومتونه ) پوره ورورولیزې اړیکې لري. هغه زیاته کړې؛ افغانستان د خپلې خپلواکۍ په اړه ډېر حساس دی؛ نو باید د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وشي او افغانان هم باید د پاکستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ستونزې پر مرمیو او چاودنو نه حلېږي.

هغه یادونه کړې: بریټانیا، امریکا او روسیه افغانستان ته ورغلي؛ خو له ماتې سره مخ شوي او افغانستان د «امپراتوریو ادیره» ګرځېدلې ده.

هغه خبرداری ورکړی، که پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار شي؛ نو پښتون مېشتې او بلوڅ مېشتې سیمې به له پراخ کړکېچ او ناامنۍ سره مخ شي.

اڅکزي د سیمې او نړیوالو کړکېچونو په اړه هم څرګنده کړې؛ که ځواکمن هېوادونه لکه امریکا، روسیه، چین، بریټانیا او فرانسه خپله سیالي او جګړه دې سیمې ته راوړي، پایلې به یې ډېرې ویجاړوونکې وي.

هغه زیاته کړې؛ له کلونو راپدېخوا د دې خطر په اړه خبرداری ورکوي، چې سیمه باید له جګړې لرې وساتل شي.

اڅکزي ویلي، د افغانستان په چارو کې باید له لاسوهنې ډډه وشي؛ ځکه افغانستان په تاریخي توګه یو خپلواک هېواد پاتې شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که خدای مه کړه افغانستان له وېش سره مخ شي، اغېزې به یې پر پاکستان او ایران هم وغځېږي.

نوموړي وایي، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او ګاونډي حکومتونه باید د خبرو مېز ته کښېني او خپلې ستونزې د همغږۍ له لارې حل کړي.

اڅکزي د خپلو خبرو په بله برخه کې دا یادونه هم کړې، چې میلیونونه پاکستانیان د کاناډا، ایټالیا او نورو هېوادونو دوه‌ګونی تابعیت لري.

هغه ویلي: «د پاکستان هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته په ډاګه وښيي، چې دا تذکره لري. دا اغزن تار د امریکا پر غوښتنه لګول شوی دی.»

نوموړي د قبایلي سیمو او بلوڅانو د وضعیت په اړه هم څرګنده کړې، چې ځینې کسان د آزادۍ تر نوم لاندې د خلکو شتمنۍ پر نښه کوي. هغه پوښتنه کړې، که موخه رښتیا هم آزادي وي؛ نو ولې د پښتنو مالونه او ژوند زیانمنېږي؟ او ټینګار یې کړی، چې لوټ، شوکمارۍ او باج اخیستنه د هیڅ آزادي‌غوښتونکي غورځنګ برخه نه‌شي کېدی.

Trending

Exit mobile version