تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
فالکنر ویلي: «د پرمختګ تر ټولو ښه او اغېزمنه لاره خبرې اترې دي.»
یو بریټانوي چارواکي له پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه کړې، چې د کړکېچونو د کمولو او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره دې خبرو اترو او دوهاړخیزو همکاريو ته لومړیتوب ورکړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان په چارو کې مرستیال وزیر همیش فالکنر اسلامآاباد ته د سفر پر مهال له «ډان» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې بریټانوي چارواکي د وضعیت د ښه درک لپاره له پاکستانيو همکارانو سره نږدې اړیکې لري.
فالکنر ویلي: «د پرمختګ تر ټولو ښه او اغېزمنه لاره خبرې اترې دي.»
هغه زیاته کړې؛ کابل او اسلامآباد باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د هیڅ یو هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد د ګواښ یا برید لپاره کار نه اخیستل کېږي.
نوموړي همدارنګه په سیمه کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې هیڅ هېواد نه غواړي ملکي وګړي زیانمن شي، نه په پاکستان کې او نه په افغانستان کې.
فالکنر په پاکستان کې د افغان کډوالو موضوع ته په نغوته کې د نړیوالو حقوقي اصولو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو دا مسئله یې پېچلې بللې ده.
هغه ویلي، د دې ستونزې حل تر ډېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ له همکارۍ او همغږۍ سره تړاو لري.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او پاکستانیو چارواکو تل په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغان خاورې د کارولو غږ پورته کړی دی؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته به د نورو پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو اجازه ورنهکړي.
تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت د وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پر مشرۍ د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د بشپړ ټینګښت، د ولس د باور د پیاوړتیا او له جرمونو سره د مبارزې ریاست د تخنیکي امکاناتو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې پر امنیتي موضوعاتو سربېره د بېلابېلو چارو پر اړوند برخو ټینګار وشو او مسوولانو هم د خپلو اړوند فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
تازه خبرونه
ترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ
د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر ضد ترسره شوي دي. نیول شوی کس «احمد کازانجي» نومېږي، چې د «ابوعبیده» او «ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي.
تازه خبرونه
آلمان شاوخوا ۳۰ افغان وګړي وایستل
ویل شوي، چې دغه کسان د آلمان د پېنځه ایالتونو له خوا معرفي شوي وه.
د آلمان «ډيپياې» خبري آژانس راپور ورکړی، چې دې هېواد د یوې چارټر الوتنې پرمټ د افغانانو یوه بله ډله هم افغانستان ته ایستلې ده.
د راپور له مخې، په ایستل شویو کسانو کې هغه کسان هم شته، چې د جنسي تېري، وژنې او جنسي ځورونې په څېر جرمونو کې محکوم شوي دي.
ویل شوي، چې دغه کسان د آلمان د پېنځه ایالتونو له خوا معرفي شوي وه.
د دوی الوتکه د دوشنبې پر ماښام د ختیځ آلمان د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګره افغانستان ته الوتې وه.
د آلمان حکومت افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه له اسلامي امارت سره هوکړه کړې ده.
د ۲۰۲۴ز.کال په اګست کې، آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره ۲۸ افغانان ، چې پر بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وه؛ د قطر پر همکارۍ له لایپزیګ څخه کابل ته ولېږدول.
له هغه وخت راپدېخوا آلمان د افغان وګړو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې او هغوی یې د عادي او چارټر الوتنو له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
-
نړۍ3 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري3 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه3 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
نړۍ4 days agoد واشنګټن او تهران هوکړه نن یکشنبه لاسلیککیږي؛ هرمز تنګی به ټولو هېوادونو ته پرانیستل شي
-
سوداگري3 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
