تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
فالکنر ویلي: «د پرمختګ تر ټولو ښه او اغېزمنه لاره خبرې اترې دي.»
یو بریټانوي چارواکي له پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه کړې، چې د کړکېچونو د کمولو او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره دې خبرو اترو او دوهاړخیزو همکاريو ته لومړیتوب ورکړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان په چارو کې مرستیال وزیر همیش فالکنر اسلامآاباد ته د سفر پر مهال له «ډان» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې بریټانوي چارواکي د وضعیت د ښه درک لپاره له پاکستانيو همکارانو سره نږدې اړیکې لري.
فالکنر ویلي: «د پرمختګ تر ټولو ښه او اغېزمنه لاره خبرې اترې دي.»
هغه زیاته کړې؛ کابل او اسلامآباد باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د هیڅ یو هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد د ګواښ یا برید لپاره کار نه اخیستل کېږي.
نوموړي همدارنګه په سیمه کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې هیڅ هېواد نه غواړي ملکي وګړي زیانمن شي، نه په پاکستان کې او نه په افغانستان کې.
فالکنر په پاکستان کې د افغان کډوالو موضوع ته په نغوته کې د نړیوالو حقوقي اصولو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو دا مسئله یې پېچلې بللې ده.
هغه ویلي، د دې ستونزې حل تر ډېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ له همکارۍ او همغږۍ سره تړاو لري.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او پاکستانیو چارواکو تل په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغان خاورې د کارولو غږ پورته کړی دی؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته به د نورو پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو اجازه ورنهکړي.