تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان د اوربند په هوکړه کې درې بنسټیز شرطونه لري

دا شرطونه؛ له وسلوالو ډلو ملاتړ پای ته رسول، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اوربند ساتل او افغانستان ته د افغان کډوالو باعزته ستنېدا رانغاړي.

Published

on

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د اوربند په هوکړه کې پر درې بنسټیزو شرطونو هوکړې ته رسېدلي دي.

دا شرطونه؛ له وسلوالو ډلو ملاتړ پای ته رسول، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اوربند ساتل او افغانستان ته د افغان کډوالو باعزته ستنېدا رانغاړي.

له پاکستانيو رسنیو سره په خبرو کې خواجه محمد آصف ویلي؛ د دې تړون هدف په سیمه کې د تلپاتې سولې ټېنګېدا ده، چې بشپړ جزئیات به یې د اوکټوبر تر پېنځه‌ویشتمې اعلان شي.

هغه ویلي؛ قطر او ترکیې د خبرو اترو منځګړیتوب وکړ او دا هوکړه یې د ثبات او همکاریو لپاره د افغانستان او پاکستان د لېوالتیا مثبته نښه وبلله.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي؛ د اوربند دوام  له وسلوالو ډلو څخه د ملاتړ د بندولو له ژمنې پورې اړه لري.

هغه خبرداری ورکړ: “که نفوذ بیا پیل شي؛ اوربند ممکن مات شي”.

هغه زیاته کړې، چې د اوربند خبرې یوازې د اسلامي امارت له حکومت سره ترسره شوې دي.

خواجه آصف زیاته کړې؛ د خبرو اترو لومړی پړاو په دوحه کې ښه او رغنده ترسره شو او “دواړو خواوو د باور د بیا رغولو او سولې ته د رسېدو لپاره ښه نیت او صادقانه هیله وښودله.”

هغه دا هم تائید کړې؛ د خبرو اترو دوه‌یم پړاو به روانه میاشت په ترکیه کې ترسره شي او دواړه خواوې به د راتلونکو همکاریو او د اوربند د پلي کولو د څارنې لپاره یو چوکاټ طرحه کړي.

آصف زیاته کړې، چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدا به په تدریجي او انساني توګه له افغان چارواکو او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ کې ترسره شي.

خواجه آصف د خپلو څرګندونو پر مهال دا هم ویلي: “که د افغانستان اسلامي امارت له هند سره اړیکې هم وساتي؛ مونږ پرې هیڅ اعتراض نلرو.”

هغه د خپلو خبرو په پای کې ټینګار کړی، چې د هوکړې بریالیتوب له صداقت او پلي‌کېدا سره تړاو لري؛ ځکه، چې “د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله په ټوله سیمه کې د ثبات بنسټ دی.”

Trending

Exit mobile version