تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو غوښتونکي دي – لاوروف

لاوروف د سې‌شنبې پر ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اختلافاتو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پر وروستۍ غونډه هم اغېز کړی او دواړه لوري ونه‌توانېدل، چې د وروستۍ ګډې خبرپانې پر سر هوکړې ته ورسېږي.

Published

on

 

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاوو سربېره دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو عادي کول غواړي.

لاوروف د سې‌شنبې پر ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اختلافاتو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پر وروستۍ غونډه هم اغېز کړی او دواړه لوري ونه‌توانېدل، چې د وروستۍ ګډې خبرپانې پر سر هوکړې ته ورسېږي.

هغه دغه وضعیت« ناخوښ» وباله؛ خو څرګندوي، چې باید موضوع له خپلې کچې لوړه ونه‌ښودل شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې فعالیتونو ته د نغوتې پر وخت وویل، دغه ډله په دواړو هېوادونو کې بریدونه کوي؛ کابل او اسلام‌آباد له ستونزو سره مخ کوي.

لاوروف زیاته کړې:« هیڅ شک نه‌لرم، چې افغانستان او پاکستان دواړه د خپلو اړیکو عادي کول غواړي.»

هغه ویلي، روسیه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د اواري لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

لاوروف ټینګار کړی، چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دې سیمې په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.

هغه څرګندوي؛ افغانستان او د سیمې هېوادونه اوس هم د« لویدیځو هېوادونو د تاوتریخجنې لاسوهنې» له پایلو سره مخ دي او همدا موضوع په سیمه کې د اوسنیو ستونزو د رامنځته کېدو یو عامل دی.

Trending

Exit mobile version