سوداگري

افغانستان بهرنیانو ته د پانګونې جنت دی

عزیزي زیاته کړې، چې د دې سفر ترټولو اړینه لاسته راوړنه د همکاریو پراخولو لپاره د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ګډه اراده ده. یوه داسې اراده، چې پر ​​وینا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي راتلونکي بنسټونه به پیاوړي کړي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۵, ۱۴۰۴

هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هېواد نوي اقتصادي چاپېریال ته په نغوته کې ویلي؛ افغانستان د بهرنیو سوداګرو او شرکتونو لپاره د “پانګونې جنت” دی.

عزیزي زیاته کړې، چې د دې سفر ترټولو اړینه لاسته راوړنه د همکاریو پراخولو لپاره د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ګډه اراده ده. یوه داسې اراده، چې پر ​​وینا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي راتلونکي بنسټونه به پیاوړي کړي.

هغه وایي: “د هند خصوصي سکټور په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی. هغو مخکې هم له افغانستان سره کار کړی او نن ډېر فرصتونه، لوړ عاید او په هېواد کې د لویو شرکتونو د جوړولو فرصت رامنځته شوی دی.”

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ټینګار له مخې؛ په افغانستان کې د سولې، ثبات او اداري نظم په رامنځته کېدا د پانګونې لارې ساده شوي او د جوازونو او اسنادو اړوند ټولې مسلې “په بشپړ ډول حل او تنظیم شوي دي.”

عزیزي ویلي: “نن افغانستان د پانګونې لپاره یو غوره ځای دی او مونږ یې د پانګونې جنت ګڼو.”

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې هند د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو ونډه‌والو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو زیاتېدا کولی شي په راتلونکي کې د لویو صنعتي او ټرانزیټي پروژو لپاره لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version