سیمه ییز خبرونه
افغانستان به د خپلو امنيتي ځواكونو د تجهيز لپاره له هرې لارې څخه گټه واخلي
د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي خبر دارى وركوي كه امريكا افغان امنيتي ځواكونه تجهيز نه كړي، نو افغانستان به د خپلو امنيتي ځواكونو د تجهيز لپاره له هرې بلې لارې څخه گټه واخلي.
كه څه هم په تېرو لسو كلونو كې د افغان امنيتي ځواكونو شمېر درې سوه پنځوس زرو كسانو ته رسېدلى خو د تجهيزاتو او پر مختللو وسلو كموالۍ اوس هم افغان حكومت ته د اندېښنې وړ مسئله ده.
په پام كې ده، چې افغان ولسمشر د نوي ميلادي كال د لومړۍ مياشتې په لومړۍ اوونۍ كې امريكا ته سفر وكړي.
د ولسمشر وياند اېمل فېضي وايي:
امريكا ته د افغان ولسمشر د سفر موخه له امريكايي چارواكو سره د افغان ځواكونو پر تجهيز او پياوړي كولو خبرې كول دي.
نوموړي زياته كړه، چې له دغه سفر څخه وروسته به افغان ولسمشر په يو رسمي سفر لندن ته ولاړ شي.
فېضي همدارنگه ووېل، كه څه هم افغان دولت په قطر كې د وسله والو طالبانو له پاره د سياسي دفتر له پرانيستو ملاتړ كوي، خو زياتوي چې افغانستان نه غواړي له دغه دفتر څخه د نورو موخو له پاره گټه پورته شي.
نوموړى زياتوي د سولې د خبرو پر وړاندې د افغانستان دريځ دغو خبرو كې په پرمختگونو پورې تړاو لري.
په ټولو كې افغان ځواكونو ته د مسئوليتونو لېږد، د سولې د خبرو دوام، له امريكا د امنيتي سند په باب خبرې، له ۲۰۱۴ كال وروسته د نړيوالې ټولنې او په ځانگړي ډول د امريكا د مرستو ډ څرنگوالي معلومول او د اسد الله خالد پوښتنه، امريكا ته د افغان ولسمشر حامد كرزي د سفر له اساسي پروگرامونو څخه شمېرل كېږي.