Connect with us

لوبی

افغانستان به په آسیا جام کې له سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ سره ولوبیږي

افغانستان له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره په B ګروپ کې دی.

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۶, ۱۴۰۴

د آسیا کرکټ شورا څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۴ کال آسیا جام به د وږي له اته‌لسمې څخه د تلې تر شپږمې / د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له نهمې څخه تر اته‌ویشتمې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

افغانستان له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره په B ګروپ کې دی.

د هېواد کرکټ ملي لوبډله به د وږي پر اته‌لسمه/ د سپټمبر پر نهمه د هانګ کانګ، د وږي پرپېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر شپاړلسمه د بنګله‌دیش او د وږي پراووه‌ویشتمه / د سپټمبر پر اته‌لسمه د سریلانکا پر وړاندې ولوبیږي.

ټاکل شوي، چې په دوبۍ او ابوظبي کې ۱۹ لوبې ترسره شي. په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان راغلي دي. د هند او پاکستان لوبه به په دوبۍ کې د وږي پر درویشتمه / د سپټمبر پر څوارلسمه ترسره شي.

په داسې حال کې، چې د هند کرکټ کنټرول بورډ د ټورنمنټ رسمي کوربه دی؛ خو د هند او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو کړکېچونو له کبله به ټورنمنټ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

لوبی

افغانستان د ۱۷ کلنو آسیا جام ته د لار موندنې سیالۍ د ۴ پر ۱ له بریا سره پیل کړې

محمد فهیم حماس د درې ګولونو پر وهلو د دې لوبې غوره لوبغاړی و او طیب قادري هم یو ګول وواهه، چې له دې سره افغانستان په A ګروپ کې خپلې لومړۍ درې نمرې ترلاسه کړې.

Published

on

 

د یکشنبې پر ورځ د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷آسیایي ملتونو جام ته د لار موندنې سیالۍ د کوربه میانمار پر وړاندې د ۴ پر ۱ له بریا سره پیل کړې.

محمد فهیم حماس د درې ګولونو پر وهلو د دې لوبې غوره لوبغاړی و او طیب قادري هم یو ګول وواهه، چې له دې سره افغانستان په A ګروپ کې خپلې لومړۍ درې نمرې ترلاسه کړې.

طیب قادري په نهمه دقیقه کې د افغانستان لومړی ګول وواهه او شپږ دقیقې وروسته محمد فهیم حماس د افغانستان د ګولونو شمېر دوه ته ورساوه.

حماس په درویشتمه دقیقه کې یو ځل بیا د میانمار دروازه پرانیسته او لومړۍ نیمايي د افغانستان د ۳ پر صفر له بریا پای ته ورسېده.

د افغانستان ملي لوبډلې په دوه‌یمه نیمايي کې هم خپله برلاسي وساتله او حماس د دې نیمايي له پیل څلور دقیقې وروسته خپل درېیم ګول وواهه او هټریک یې بشپړ کړ.

د میانمار لوبډلې په شپږپنځوسمه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې یو ګول وواهه؛ خو افغانستان په پای کې دا لوبه ۴ پر ۱ وګټله.

افغانستان په دې سیالیو کې له انډونیزیا، میانمار، فیلیپین او کمبودیا سره په یوه ګروپ کې دی او په خپله راتلونکې لوبه کې به د چارشنبې پر ورځ له کمبودیا سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان اف‌سي ته ماتې ورکړه

دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اووه اویایمه لوبه کې آرمان اف‌سي له طوفان هرات څخه دوه پر صفر ماتې وخوړه.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه.

د آرمان اف‌سي لوبغاړو له پرله‌پسې هڅو سره- سره سیالې لوبډلې ته ګول ورنه‌کړی شو.

دغه راز طوفان هرات په لومړۍ نیمايي کې یو ګول وواهه او د دوه‌یمې نیمايي په وروستیو شېبو کې یې دوه‌یم ګول هم وواهه او په دې توګه یې لوبه د دوه پر صفر پایلې پر ګټلو پای ته ورسوله.

آرمان اف‌سي به په راتلونکې لوبه کې د نومبر پر یوولسمه له ابو مسلم فراه سره مخ کېږي او طوفان هرات به د نومبر پر لسمه له سرسبز یاشلر خوافي سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو

دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳‌آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې د ‌۱۲۵‌آورونو پر لوبولو او د اووه لوبغاړو سوځېدا ۴۰۲ منډې جوړې کړې او له سیالې لوبډلې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شوه.

دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳‌آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لوبډله د لوبې پر درېیمه ورځ د توپ‌وهنې په برخه کې نسبتاً ښه ولوبېده او د ۴۰۲ منډو پر جوړولو یې له زیمبابوې سره د منډو توپیر راکم کړ. او درې لوبغاړو یې لوبه روانه وساتله.

دا لوبه به پر څلورمه ورځ هم روانه وي او افغانستان به هڅه وکړي، چې له پاتې درې لوبغاړو څخه پر ګټه اخیستنه خپله لومړۍ پاڼۍ پر غوره پایلې پای ته ورسوي.

#آریانانیوز #افغانستان #کرکټ #ټسټ‌لوبې #افغانستان‌اوزیمبابوې #شارجه #سپورټي‌خبرونه

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!