لوبی

افغانستان به په آسیا جام کې له سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ سره ولوبیږي

افغانستان له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره په B ګروپ کې دی.

Published

on

Last Updated on: زمری ۶, ۱۴۰۴

د آسیا کرکټ شورا څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۴ کال آسیا جام به د وږي له اته‌لسمې څخه د تلې تر شپږمې / د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له نهمې څخه تر اته‌ویشتمې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

افغانستان له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره په B ګروپ کې دی.

د هېواد کرکټ ملي لوبډله به د وږي پر اته‌لسمه/ د سپټمبر پر نهمه د هانګ کانګ، د وږي پرپېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر شپاړلسمه د بنګله‌دیش او د وږي پراووه‌ویشتمه / د سپټمبر پر اته‌لسمه د سریلانکا پر وړاندې ولوبیږي.

ټاکل شوي، چې په دوبۍ او ابوظبي کې ۱۹ لوبې ترسره شي. په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان راغلي دي. د هند او پاکستان لوبه به په دوبۍ کې د وږي پر درویشتمه / د سپټمبر پر څوارلسمه ترسره شي.

په داسې حال کې، چې د هند کرکټ کنټرول بورډ د ټورنمنټ رسمي کوربه دی؛ خو د هند او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو کړکېچونو له کبله به ټورنمنټ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version