روغتيا

افغانستان به په راتلونکیو دوه کلونو کې ۵۰ سلنه د درملو اړتیاوې پوره کړي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۴۰۲)

د خواړو او درملو ملي ادارې ويلي، چې افغانستان به په راتلونکیو دوه کلونو کې د تولیدي فابریکو پر رامنځته کولو وکولی شي، چې د هېواد له ۵۰ سلنې څخه د ډېرو درملو اړتیاوې پوره کړي.

د خواړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر ویلي: زمونږ هڅه دا ده، چې درملیزو، خوراکي او طبي تجهیزاتو سکتورونه صنعتي کړو. مونږ باید په خپل هېواد کې کار وکړو. په تېر کال کې مونږ شاوخوا لسګونه فابریکو ته جوازونه ورکړي، چې په افغانستان کې دننه جوړ او فعالیت وکړي.

د یادې ادارې مشر دا هم ويلي، چې اوسمهال په هېواد کې د طبي محصولاتو د توليد ٥٨ فابريکې فعالې دي، چې د بازار له ٢٠ سلنې څخه ډېرې درملیزې اړتياوې پوره کوي.

د دې ادارې مسوولینو ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې د خوراکي توکو د خوندیتوب د قانون جوړولو اعلان هم کړی، چې له تصویبیدو سره به د بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو د واردولو مخه ونیول شي.

دې ادارې په تېر کال کې د مرکز ۷۷۱ درملتونونه د بې کیفیته، تاریخ تېرو او قاچاقي درملو د شتون له کبله تړلي او دغه راز یې شاوخوا ۳۰۰ ټنه درمل او نامصون خوراکي توکي له‌منځه وړي دي.

د دې ادارې مسوولینو ويلي، چې په تېر کال کې ۲۲۲۷ تولیدي فابریکو، وارداتي شرکتونو او درملتونونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.

ویل کیږي، چې د هېواد په ۴ زونونو کې د ۴ مجهزو درملو او خوراکي لابراتوارونو جوړول، د درملو د نویو تاسیساتو ثبتول، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او همدارنګه د هېواد له ګمرکونو او درملتونونو څخه نږدې څارنه د دې څانګې له سږنیو مهمو دندو څخه دي.

Trending

Exit mobile version