Connect with us

روغتيا

افغانستان به په راتلونکیو دوه کلونو کې ۵۰ سلنه د درملو اړتیاوې پوره کړي

خپور شوی

د

د خواړو او درملو ملي ادارې ويلي، چې افغانستان به په راتلونکیو دوه کلونو کې د تولیدي فابریکو پر رامنځته کولو وکولی شي، چې د هېواد له ۵۰ سلنې څخه د ډېرو درملو اړتیاوې پوره کړي.

د خواړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر ویلي: زمونږ هڅه دا ده، چې درملیزو، خوراکي او طبي تجهیزاتو سکتورونه صنعتي کړو. مونږ باید په خپل هېواد کې کار وکړو. په تېر کال کې مونږ شاوخوا لسګونه فابریکو ته جوازونه ورکړي، چې په افغانستان کې دننه جوړ او فعالیت وکړي.

د یادې ادارې مشر دا هم ويلي، چې اوسمهال په هېواد کې د طبي محصولاتو د توليد ٥٨ فابريکې فعالې دي، چې د بازار له ٢٠ سلنې څخه ډېرې درملیزې اړتياوې پوره کوي.

د دې ادارې مسوولینو ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې د خوراکي توکو د خوندیتوب د قانون جوړولو اعلان هم کړی، چې له تصویبیدو سره به د بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو د واردولو مخه ونیول شي.

دې ادارې په تېر کال کې د مرکز ۷۷۱ درملتونونه د بې کیفیته، تاریخ تېرو او قاچاقي درملو د شتون له کبله تړلي او دغه راز یې شاوخوا ۳۰۰ ټنه درمل او نامصون خوراکي توکي له‌منځه وړي دي.

د دې ادارې مسوولینو ويلي، چې په تېر کال کې ۲۲۲۷ تولیدي فابریکو، وارداتي شرکتونو او درملتونونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.

ویل کیږي، چې د هېواد په ۴ زونونو کې د ۴ مجهزو درملو او خوراکي لابراتوارونو جوړول، د درملو د نویو تاسیساتو ثبتول، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او همدارنګه د هېواد له ګمرکونو او درملتونونو څخه نږدې څارنه د دې څانګې له سږنیو مهمو دندو څخه دي.

روغتيا

ازبکستان او یونیسف افغانستان ته د درملو رسولو پر آسانتیاوو ټینګار وکړ

دغه غونډه په ازبکستان کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د ازبکستان د تولید شویو درملو د پېرلو لپاره نړیوالو پلاتفورمونو ته د لاسرسي برابرولو، د کیفیت د نړیوالو معیارونو د مراعتولو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.

Published

on

 

د ازبکستان د طبي تجهیزاتو او درمل جوړونې صنایعو د پراختیا ادارې مسوولانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق( یونیسف) استازو او د ازبکستان د درمل جوړونې شرکتونو استازو په یوه غونډه کې افغانستان ته د درملو د رسولو د بهیر پر آسانه کولو ټینګار کړی دی.

دغه غونډه په ازبکستان کې جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د ازبکستان د تولید شویو درملو د پېرلو لپاره نړیوالو پلاتفورمونو ته د لاسرسي برابرولو، د کیفیت د نړیوالو معیارونو د مراعتولو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.

همدارنګه د درملو د پېرلو په بهیر کې روڼتیا، د داوطلبۍ پړاوونه، د دوه‌اړخیزو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک میکانېزم او افغانستان ته د درملو د رسولو فرصتونه هم د غونډې د بحث موضوعات ول.

د راپورونو له مخې، د ازبکستان پلاوي او د یونیسف استازو په تاشکند کې د« بایوفارما سیټي» نوم درمل جوړونې د ځانګړي ښارګوټي له جوړېدونکې پروژې او د درمل جوړونې له تخنیکي پوهنتون څخه هم لیدنه کړې ده.

Continue Reading

روغتيا

له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا په کندهار کې له ۳ زره څخه د ډېرو رواني ناروغانو درملنه شوې

د دې ټولنې د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا ۱۹۳۶ نرینه او ۱۳۳۱ ښځینه رواني ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د کندهار افغاني سره میاشت ټولنه وايي، په تېرو پېنځه کلونو کې د هېواد په سویلي حوزه کې له ۳ زره څخه ډېر رواني ناروغان، چې نرینه او ښځې دي؛ په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي.

د دې ټولنې د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا ۱۹۳۶ نرینه او ۱۳۳۱ ښځینه رواني ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د رواني ناروغانو د درملنې په مرکز کې هم ۴۰۵ ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي او له روغېدا وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. دغه مرکز د هېواد په سویلي حوزه کې یوازنی مرکز دی، چې د دې حوزې رواني ناروغان په کې رغېدلي دي.

مسوولانو ويلي، اوس‌مهال په دې مرکز کې ۱۵۸ نرینه او ښځینه ناروغان، چې ځان یا نورو ته د زیان رسولو ګواښ رامنځته کوي؛ ساتل کیږي او تر درملنې لاندې دي. د ۸۰۴ نورو ناروغانو درملنه هم په خپلو کورونو کې روانه ده.

ډاکټران وايي؛ هغه ناروغان، چې ټولنې ته جدي ګواښ وي؛ په دې مرکز کې پرله‌پسې د ساتنې زمینه ورته برابره شوې ده او منظمه درملنه یې کیږي.

یو شمېر هغه ناروغان، چې مخکې په نامناسب حالت کې دغه مرکز ته راوړل شوي وه؛ اوس د رغېدا په حال کې دي او له ترلاسه شویو خدمتونو خوښي څرګندوي.

د هلال احمر د سویلي حوزې د ریاست مسوولان وايي، د بېوزلۍ او کورنیو ستونزو له کبله د رواني ستونزو له زیاتېدا سره دوی له شته ننګونو سره – سره هڅه کوي رواني چوپړتیاوې پراخې کړي، چې ډېرو ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره شي.

Continue Reading

روغتيا

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره بېلاروس ته ولاړ

د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د جلالي د سفر موخه د بېلاروس د روغتیايي ظرفیتونو ارزول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له تجربو ګټه اخیستل دي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د یوه پلاوي پر مشرۍ د روغتیايي همکاریو د پراختیا او د تجربو د شریکولو لپاره بېلاروس ته سفر کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د جلالي د سفر موخه د بېلاروس د روغتیايي ظرفیتونو ارزول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له تجربو ګټه اخیستل دي.

د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت مرستیال بیریس اندرسیوک د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر او مل پلاوي هرکلی کړی او دغه سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر به د سفر پر مهال د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له مشرانو سره لیدنه وکړي او د بېلاروس له دولتي طبي پوهنتون، د درملو له دولتي تولیدي شرکت، د زړه او سرطان ناروغیو د درملنې له تخصصي مرکزونو، د جمهوریت د روغتیا ساتنې او وباپېژندنې له مرکز او د ښار له بېړنۍ کلینیکي روغتون څخه لیدنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دغه سفر کې به د روغتیايي چوپړتیاوو، طبي زده‌کړو، د درملو تولید او د روغتیا د تخصصي برخو د پراختیا په برخو کې د تجربو پر شریکولو هم خبرې وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!