د هوا حالاتو بدلونونه

افغانستان به په سږنی ژمي کې د ‌واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه

د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په روان ژمي کې له عادي حالت څخه د لږ ورښت، لوړې تودوخې او د واورو له سخت کمښت سره مخ وي؛ دا وضعیت کولی شي کرنه، د اوبو سرچینې او د خوړو خوندیتوب ډېر اغېزمن کړي.

د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.

د راپور له مخې؛ له تېرو ۲۵ کلونو راپدېخوا په غرنیو سیمو کې د واورو زېرمې هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي، چې دې چارې د راتلونکي کال په پسرلي کې په ځانګړي توګه د غنمو د کرکېلې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنې راپارولې دي.

په راپور کې خبرداری ورکړ شوی، چې د وچکالۍ دوام کولی شي د للمي غنمو کرنه وځنډوي، د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او مالدارۍ ته زیان ورسوي. همدارنګه میلیونونه کسان ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اقلیمي وضعیت د دقیق څار غوښتنه کړې او د دې کړکېچ د پایلو د کمولو لپاره یې د بېړنیو مرستندویو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version