تازه خبرونه

افغانستان ته دې بشري مرستې زیاتې او پر وخت ورسول شي – یوناما

نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د تورخم له لارې افغانستان ته د زر کانټینره خوراکي توکو او درملو د لېږد لپاره د آسانتیاوو برابرولو له کبله مننه کړې او څرګندوي، چې که دغه خوراکي توکي او درمل پر وخت افغانستان ته نه وای لېږدول شوي؛ له منځه به تللي وای.

Published

on

د یوناما د سیاسي برخې مسوول سکاټ سمیټ د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر یه رییس عبدالواسیع خادم سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت او یوناما ترمنځ ښه همغږي او همکاري رامنځته شوې او د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت پرله‌پسې غځېدا د دې همکاریو ښه نښه ده.

نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د تورخم له لارې افغانستان ته د زر کانټینره خوراکي توکو او درملو د لېږد لپاره د آسانتیاوو برابرولو له کبله مننه کړې او څرګندوي، چې که دغه خوراکي توکي او درمل پر وخت افغانستان ته نه وای لېږدول شوي؛ له منځه به تللي وای.

سکاټ سمیت ویلي، یوناما د افغانستان د نړیوالې ټولنې له هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او ټینګار یې کړی، چې موجود سیاسي ثبات باید وساتل شي او د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدا لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړ شي.

هغه وړاندیز کړی، چې د افغانستان د غږ او غوښتنو د ښه رسولو لپاره دې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ یو ګډ میکانیزم رامنځته شي، چې کله ناکله رامنځته شوې ستونزې د همغږۍ له لارې مناسبې حل شي.

د ریاست‌الوزراء مقام د عمومي دفتر رییس ملا عبد‌الواسع په دې لیدنه کې د یوناما له هڅو او فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت به له یوناما سره خپلې همکارۍ روانې ساتي.

عبد‌الواسع خادم د ملګرو ملتونو له نورو اړوند ادارو وغوښتل، چې اړمنو افغانانو او د طبیعي پېښو زیان‌منو شویو کسانو ته خپلې مرستې زیاتې او دې برخې ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي همداراز ویلي، په افغانستان کې د امنیت، ثبات او رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو په پام کې نیولو سره؛ یوناما باید د افغانستان شته واقعیتونه نور هم وځلوي.

Trending

Exit mobile version