تازه خبرونه

افغانستان ته د پاکستان – چین د اقتصادي دهلیز پر غخولو هوکړه وشوه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بیجینګ کې یوه غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کړې ده.

Published

on

د چین، پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې، چې د یو کمربند او لارې نوښت (BRI) په اړه پر همکارۍ سربېره افغانستان ته به د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) هم وغځول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بیجینګ کې یوه غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کړې ده.

 دغه راز زیاته شوې، چې په دې درې اړخیزه ناسته کې د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي اړیکو، درې اړخیزه همکارۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ګډو ژمنو په اړه خبرې شوې دی.

ویل کیږي، چې پر یو مناسب مهال به په کابل کې د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه درې اړخیزه غونډه هم جوړه شي.

Trending

Exit mobile version