کوید۱۹

افغانستان ته د کرونا چینایي واکسینو درېیمه ټولګه را ورسېده

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۴۰۰)

د چین هېواد د مرستو په درېمه روغتیایي ټولګه کې شپږ سوه زره ډوزه واکسین دي، چې د هوایي دهلیز له لارې رارسېدلي او د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

د چین د روغتیایي مرستو درېیمه ټولګه په یوه الوتکه کې کابل ته رارسېدلې، چې په کې شپږ سوه زره خوراکه کرونا واکسین شته چې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

په کابل کې د چین سفیروانګ یو ویلي: دا مرسته د افغانستان خلکو ته د چین د خلکو لخوا ورکړ شوې او پاتې نوره به سبا، چې دوه سوه زره خوراکه کیږي؛ کابل ته را ورسیږي.

د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال په اوسنیو شرایطو کې د چین دا روغتیایي مرسته ډېره مهمه بولي او د نړۍ له نورو هېوادونو هم غواړي، چې که یې یو وخت له افغانستان سره د وسلو مرسته کوله؛ اوس له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال  عبدالباري عمر وایي: پخوا به مو تانګونه، وسلې او باروت رالېږول؛ اوس د بشري مرستو د رالېږدولو وخت دی. اوس د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړئ.

نوموړی زیاتوي؛ روغتیا وزارت هم ځانګړی پروګرام لري او دا به وخت وښیي، چې مونږ څومره کار کولی شو.             

د هوا له سړېدو سره د کرونا څلورمې څپې په اړه اندېښنې هم پراخې شوې؛ په داسې حالت کې، چې د دې ویروس د درملنې ډېري مرکزونه د اقتصادي ستونزو او روغتیایي امکاناتو د نشتون له کبله تړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version